سره صلیب په پاکستان کې خپل فعالیتونه محدود کړل | دويچه ويله پښتو | DW | 29.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

سره صلیب په پاکستان کې خپل فعالیتونه محدود کړل

سره صلیب د سه شنبې په ورځ وویل چې په پاکستان کې خپلې ډیری پروژې د امنیتي لاملونو له کبله ځنډوي. دې سازمان تر هغه وروسته دغه پریکړه وکړه چې په دې هیواد کې د روان کال په اپریل میاشت کې د دې سازمان د یوه بریتانیايي ډاکتر سر پرې کړل شو. د دې پېښې پړه پر طالبانو باندې اچول شوې وه.

سره صلیت لا وختي د پاکستان د څلورو ولایتونو له ډلې څخه په دریو کې خپلې پروژې ځنډولې دي. دې سازمان ویلي دي چې په پاکستان کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي خو په لږه کچه.