1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په نړۍ کي د ترافيکي پيښو قربانيان نور هم ډير شوي

۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعه

په نړۍ کې هر کال ترافیکي پيښې ۱،۳۵ میلیونه انسانان وژني. په تیرو درو کلونو کې په دغه شمیر کې ۱۰۰ زره کسان نور هم زیات شوي او په دې ترتیب په هرو ۲۴ ثانیو کې یو کس د سړک پر سر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/39e3t
Kenia Busunfall
انځور: picture-alliance/AP Photo

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د ترافيکي پيښو د قربانیانو څلورمه برخه پلي تلونکي کسان یا بایسکل چلونکي ول. زیاته شوې ده چې له پنځه کلنو څخه تر ۲۹ کلنو پوري کسانو د مرګ سبب زیاتره مهال ترافیکي پیښي ګرځي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانون ګیبریسوس، په ژنیو کې ویلي دي: «دا د نه منلو وړ بیه ده، چې موږ یي د ترانسپورټ په برخه کي ورکوو.» د هغه په خبره په دې برخه کې د سستۍ له پاره له هیڅ عذز نه شته او دا داسې یوه ستونزه ده چې په اثبات رسېدلي حل لارې لري.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي دي چې په ټوله کې د مړینو پيښي زياتي شوي دي. د هغه په خبره، خو که چیري په نړۍ کې د نفوس زیاتوالی او له موټرو څخه استفاده په پام کې ونیول شي نو دغه اندازه باثباته پاته ده.

Genf Tedros Adhanom Ghebreyesus, Generealdirektor WHO | Ebola-Ausbruch Kongo
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانون ګیبریسوس ویلي چې د انسانانو د مرګ دغه بیه د نه منلو ده. انځور: Reuters/D. Balibouse

د روغتیا نړیوال سازمان: حکومتونه باید لا ډیر کار وکړي

دا چې څرنګه د ترافیکي پيښو مخه نیول کیدای شوه، معلومه ده. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي دي چې د اوس په پرتله باید ډیر حکومتونه تدابیر عملي کړي. د روغتیا نړیوال سازمان بیلا بیلې ستراتیژۍ په ګوته کړي، څو ترافیکي ډاډمنتیا ښه کړی شي. په دې کې د الکولو تر اغیز لاندې د زیات سرعت او موټر چلوونکو پر وړاندې سخت قوانین او همداشان د موټر چلولو پر وخت کمربند او د موټر سایکل چلولو پر مهال د هیلمت یا خولۍ په سرولو له پاره سخت مقررات په پام کې ونیول شي. همداشان د خوندي پیاده رو او په ښه ډول د خطرونو د واضحه کولو له پاره د معلوماتو د وړاندې کولو سپارښتنه شوې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې په بې وزله هیوادونو کې وضعیت دراماتیک دی. د دغه رپوټ له مخې په بې وزله هیوادونو کې په ترافیکي پيښه کې د مړینې خطر د بډای هیوادونو په پرتله درې واري لوړ دی. که چیرې د احصایې له مخې وکتل شي په یوه کال کې په اروپا کې د ۱۰۰ زره اوسیدونکو په منځ کې ۹،۳ کسان په ترافیکي پيښو کې مړه شوي دي، خو په افریقا کې بیا دغه شمیر ۲۶،۶ دی.

Polen Drei Tote und 18 Verletzte bei Busunfall in der Nähe von Leszczawa
انځور: picture-alliance/dpa/PAP/D. Delmanowicz

کمزوري قوانین

د روغتیا نړیوال سازمان انتقاد کړی دی چې ډیر هیوادونه د سړکونو د ډاډمنتیا په هکله د تسلۍ وړ قوانین نه لري. زیاته شوې ده چې تر سلو زیات هیوادونو کې چې ګډ نفوس یي ۵،۳ میلیاردو ته رسیږي د موټر چلولو پر مهال د کمربند تړلو مکلفیت شته، خو ۴۴ هیوادونه چې نفوس یې ۲،۳ میلیارده کسانو ته رسیږي د موټر چلولو پر مهال د الکولو د څښلو پر وړاندې قوانین لري. پر دې سربیره یوازې ۴۶ هیوادونه د ټاکلي سرعت په هکله قوانین لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په انتقادي ډول وایي چې یوازې په ۳۳ هیوادونو کې د ماشومانو له پاره په موټر کې د ځانګړې چوکۍ مکلفیت شته. (په موټر کې د سفر پر مهال باید ماشوم د امنیتي تدابیرو له مخې په ځانګړو چوکیو کې کښینول شي.) په رپوټ کې راغلي دي چې په ترافیکي پيښو کې د مړو شوو تر نیمایي زیات کسان یا پلي روان وو او یا هم پر بایسکل او موټر سایکل سپاره وو.