رومانيه: د ولسمشر د سلب صلاحيت پر موضوع ټولپوښتنه تر سره کیږي | دويچه ويله پښتو | DW | 29.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

رومانيه: د ولسمشر د سلب صلاحيت پر موضوع ټولپوښتنه تر سره کیږي

نن د رومانيې په هيواد کي د ولسمشر ترايان باسېسکو، د واک څخه د ليري کولو د موضوع پر سر ټولپوښتنه تر سره کيږي. د رومانيې حکومت چي مشري ئې د لومړي وزير ويکتور پونټا په لاس کي ده پر ولسمشر تور لگوي چي تر خپل صلاحيتونو تېری کوي.

د ولسمشر پر ضد د روانې مېلادي مياشتي په سر کي لا په پارلمان کي د سلب اعتماد تحريک چلول سوی وو. د دې له پاره چي د ولسپوښتنې نتايج قانوني حيثيت ولري، د رومانيې د ۱۸ مليونو د رايې د حق درلودونکو څخه بايد نيمه برخه په دغه ولسپوښتنه کي برخه واخلي. په داسي حال کي چي په رومانيه کي يو شمېر سياسي ډلو د دغې ولسپوښتنې څخه پرېکون اعلان کړی دئ خو دا لا څرگنده نه ده چي ايا په رشتيا به هم د رومانيايانو نيمه برخه خپلي رايي وکاروي که څنگه.

اړوند مطالب