1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه د طالبانو د ملاتړ په هکله د نیکلسن څرګندونې ردوي

۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبه

روسیې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوړ پوړي قوماندان هغه تبصره رد کړې چې ګواکې روسیه طالبانو ته ملاتړ او حتی وسلې ورکوي. د افغانستان په کړکیچ کې دغه لفظي شخړه د مسکو د دخالت په هکله مخ پر زیاتیدونکي اندیښنې ډیروي.

https://p.dw.com/p/2uwA7
Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General John Nicholson
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

تیره اونۍ له «بي. بي. سي» سره په مرکه کې د ناټو ځواکونو امریکايي جنرال جان نیکولسن، ویلي وو چې سربیره پر دې چې له ترهګرۍ او نشيي توکو سره مبارزه کې ګډې منافع دي، روسیه داسې اقدامات کوي چې له امله یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو هڅې کمزورې کړي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې دې ته هم اشاره کړې چې مسکو طالبانو ته مالي ملاتړ او ان وسلې ورکوي.

نیکولسن په دې هکله ویلي: «زموږ قوماندانۍ ته د افغان مشرانو لخوا ځینې داسې وسلې راوړل شوي کومې چې دوی [افغان چارواکو] وايي چې دغه وسلې طالبانو ته روسانو ورکړي.»

په کابل کې د روسیې سفارت یوې اعلامیې د امريکايي چارواکي دغه تبصره د «بې ځایه آوازو» په توګه رد کړې او په دې ترتیب یې د روسیې د چارواکو له لوري د رد کولو پخوانی دریځ یو ځل بیا تکرار کړ.

د روسیې سفارت په دغه اعلامیه کې ویلي: «یو ځل بیا، موږ ټینګار کوو چې دغه راز څرګندونې په بشپړه توګه بې اساسه دي او له چارواکو غوښتنه کوو چې بې منطقه څرګندونې ونه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو کلونو په ترڅ کې د جنرال نیکولسن په ګډون یو شمیر امریکايي قوماندانانو په مختلفو وختونو کې ویلي وو چې امکان لري چي روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي خو په دې هکله تائید شوي شواهد خپاره شوي نه دي.

د جنرال نیکلسن څرګندونې د پخوا برخلاف واضح وې او په داسې وخت کیږي چې د ناټو د غړو هیوادونو او د مسکو ترمنځ د سیرګي سکریپال پر سر ترینګلتیا مخ پر ډیرېدو ده. سیرګي سکریپال [د روسیې] پخوانی جاسوس دی چې په بریتانیا کې په دې وروستیو کې د زهرو په یوه برید کې مسموم کړل شوی و.

تر دې مخکې روسي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره د دوی محدودې اړیکې د دې له پاره وې چې دغه ډله د سولې د خبرو له پاره وهڅوي او دا چي د روسی اتباعو امنیت ډاډمن شي. سربیره پر دې مسکو په افغانستان کې د سولې د خبرو د همغږۍ له پاره د مرستو وړاندیز هم کړی.

د طالبانو ځینو چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې دوی د ۲۰۰۷م کال راهیسې له مسکو سره په کافي اندازه اړیکې لري او زیاتوي چې دغه اړيکي د «مورال او سیاسي ملاتړ» پرته بل اړخ نه لري. 

روسیه بیا په افغانستان کې د ناټو او د امریکا د متحده ایالاتو د جګړې د نوعیت په هکله انتقادي موقف لري. سربیره پر دې، روسیې بیا په لومړي سر کې د افغان پوځ له پاره د هلیکوپترو او د روسیې له لارې افغانستان ته د ائتلافي ځواکونو د اکمالاتو د انتقال په هکله موافقه کړې وه. 

د دغو مرستو زیاتره برخه بیا په دې وروستیو کلونو کې د اوکراین او د سوریې د شخړو له امله د روسیې او غرب ترمنځ د رامنځ ته شوو خرابو اړیکو له امله نه دي عملي شوي.