1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستکویټ

د کویټ په يوه ودانۍ کي اور؛ ۳۵ کسان مړه دي

۱۴۰۳ خرداد ۲۳, چهارشنبه

په کویټ کي د یوې گڼ میشتې سیمه په یوې ودانۍ کي د اورلگېدني له امله ۳۵ کسان مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4gxOb
Kuwait | Gebäudebrand in Mangaf
انځور: REUTERS

د کويټ د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي دغه اورلگیدنه د هغه گڼ میشتې سیمي په ودانۍ کي رامنځته سوې ده چي پکښي په تیره بیا بهرني کارگر اوسیدل.

د «ال جریده» ورځپاڼي له خوا يوه خپره سوې ویډيو ښيي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر،  شیخ فهد الیوسف، روغتون ته د لیدنې په حال کې پکښي لیدل کیږي، په دغه پیښه کي تر ۳۰ زیات کسان ټپیان سوي هم دي.

GP/NZ/AG