د کندهار امنیې قوماندانۍ مخې ته موټر بم چاودنه شوې | افغانستان | DW | 18.07.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

د کندهار امنیې قوماندانۍ مخې ته موټر بم چاودنه شوې

د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چې د کندهار د امنیې قوماندۍ مخکې ته د موټر بم چاودنه شوې ده. زیاته شوې ده چې تر چاودنې وروسته یو شمیر وسله وال د قوماندانۍ اصلي دفتر ته نزدې ودانیو ته هم ننوتلي دي.

د کندهار د پولیسو یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ د نوم د نه ښوولو په شرط رویترز خبري آژانس ته وویل چې یاغیانو د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ مخکې ته د موټر بم چاودنه وکړه.

هغه زیاته کړه: «یاغیانو له چاودیدونکو موادو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړه او یو شمیر وسله وال زموږ د اصلي دفتر شاوخوا ودانیو ته ننوتي دي.»

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پیښې پړه نه ده منلې او لا هم د پیښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نه شته.

(M.J/N.Z(Reuters

اعلان