موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
آسیا کپ د لومړي ځل له پاره په ۱۹۸۳م کال کې وروسته له هغې پیل شو کله چې د کریکټ آسیاسي شورا رامنځ ته شوه. د دې لوبو هدف د کریکټ په ډګر کې د آسیايي هیوادونو ترمنځ د سپورتې اړیکو ښه کول په ګوته شوي.
په ۱۹۸۴م کال کې د آسیا کپ لومړۍ سیالي په شارجه ښار کې ترسره شوه. په ۱۹۸۶م کال کې هندوستان دغه لوبې بایکاټ کړې او دلیل یې له سریلانکا سره د لوبو په برخه کې خرابې اړیکي وې. وروسته په ۱۹۹۰ - ۱۹۹۱م کال کې پاکستان دغه لوبې له هندوستان سره د خرابو اړیکو له کبله بایکاټ کړې. او د ۱۹۹۳ آسیا کپ سیالۍ بیا د پاکستان او هندوستان ترمنځ د خرابو سیاسي اړیکو له کبله لغو شو.
په ۲۰۱۵م کال کې د کریکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې د آسیا کپ سیالۍ باید په دوو بڼو یعنې یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو ترسره شي. له همدې کبله په ۲۰۱۶م کال کې آسیا کپ د لومړي ځل له پاره په ۲۰ اوریزه بڼه ترسره شو.
د ۱۹۸۳ - ۱۹۸۴ آسیا کپ سیالۍ په متحده عرب اماراتو کې ترسره شوې او دغه اتلولي هندوستان په خپل نامه کړه.
د ۱۹۸۵ -۱۹۸۶ آسیا کپ سیالۍ په سریلانکا کې ترسره شوې او سریلانکا په خپله د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
د ۱۹۸۸ -۱۹۸۹ آسیا کپ سیالۍ په بنګله دیش کې ترسره شوي او هندوستان یې اتلولي خپله کړې.
د ۱۹۹۰ -۱۹۹۱ آسیا جام سیالۍ په هندوستان کې ترسره شوې او اتلولي یې هم هندوستان په خپله نامه کړه.
د ۱۹۹۴ - ۱۹۹۵ آسیا جام سیالۍ په متحده عرب اماراتو کې ترسره شوې او اتلولي یې بیا هم هندوستان په خپله نامه کړه.
د ۱۹۹۷م کال آسیا جام سیالۍ په سریلانکا کې ترسره شوې او اتلولي یې هم سریلانکا په خپل نامه کړه.
د ۲۰۰۰م کال د آسیا جام سیالۍ په بنګله دیش کې ترسره شوې او اتلولي یې بیا پاکستان په خپل نامه کړه.
د ۲۰۰۴م کال د آسیا جام سیالۍ په سریلانکا کې ترسره شوې او اتلولي یې هم سریلانکا په خپل نامه کړه.
د ۲۰۰۸م کال د آسیا جام سیالۍ په پاکستان کې ترسره شوې او اتلولي یې بیا هم سریلانکا په خپل نامه کړه.
د ۲۰۱۰م کال د آسیا جام سیالۍ په سریلانکا کې ترسره شوې او اتلولي یې هندوستان په خپل نامه کړه.
د ۲۰۱۱ -۲۰۱۲م کال د آسیا جام سیالۍ په بنګله دیش کې ترسره شوې او پاکستان دغه جام په خپل نامه کړ.
د ۲۰۱۳ - ۲۰۱۴ کال د آسیا جام سیالي په بنګله دیش کې ترسره شوه او اتله لوبډله یې سریلانکا شوه.
د ۲۰۱۵ - ۲۰۱۶ کال د آسیا جام سیالۍ په بنګله دیش کې ترسره شوې او د دغو لوبو لړۍ هندوستان وګټله.
د ۲۰۱۸م کال د آسیا جام سیالي د متحده عرب اماراتو په کوربتوب روانې دي. په دې لوبو کې افغانستان سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د لوبو دوهم پړاو ته لار موندلې. د لوبو په هکله دغه معلومات د ESPNCRICINFO.COM له انترنتي پاڼې څخه اخیستل شوي دي.
ویست انډیز د افغانستان ملي لوبډلې ته په ټیست لوبه کې په نهو ویکټو او درو ورځې کې ماتې ورکړه. که څه هم په دې لوبه کې ځینې افغان توپ اچوونکي ښه وځلیدل، خو افغان توپ وهونکي د منډو په جوړولو و نه توانیدل.
تر ۱۹ کلنو کښته ځوانانو لوبډلو د آسیا جام په سیالیو کې افغان لوبډله نیمه پایلوبه ته رسیدلې ده چې له بنګله دیش سره به د پنجشنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې خپل بخت وازمایي. بله نیمه پایلوبه د هند او سریلانکا تر منځ ده.
د استراليا او پاکستان ترمنځ د کريکټ د ايډيليد تسيت په سياليو کې استراليايي توپ وهونکي ډيويډ وارنر ۳۳۵ منډې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځيد. دا د استراليا څلورم لوبغاړی دی چې تر اوسه د پاکستان پر وړاندې درې سليزې جووړوي.
افغانستان له ويست اينډيز سره د کريکټ په نړيوالو سیاليو کې تېز توپ اچونکی دولت ځدراڼ نه دی نيولی. دغه يو ورځنۍ او شل اوريزې نړيوالې سيالۍ راتلونکې مياشت په هندوستان کې پيليږي.