د کارل مارکس ژوند او هڅو ته یوه کتنه | آلمان او نړۍ | DW | 04.05.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د کارل مارکس ژوند او هڅو ته یوه کتنه

کارل مارکس تقريبا ۳۰ کلن ؤ چي د «کمونيستي مانيفيست» په نوم د هغه څرګند ليک چاپ سو. کارل مارکس د خپل ملګري او همنظر فريدريش اېنګلس سره په ګډه په دغه څرګند ليک کي د دې غوښتنه وکړه چي د ټولو انسانانو حقونه بايد برابر وي.

د نن څخه دوه سوه کاله تر مخه، يعني د ۱۸۱۸ مېلادي کال د می مياشتي پر ۵مه نېټه د آلمان په ترير ښار کي د يو يهودي وکيل هاينريش مارکس په کور کي يو هلک وزېږېدی. دغه هلک ته د کارل نوم ورکول سو. کارل مارکس يو انقلابي فيلوسوف ؤ او په خپله ځواني کي يې لا د خپلو آزادو فکرونو له پاره مبارزه پېل کړې وه.

له همدې کبله هغه ډېر ژر جلاوطنۍ ته اړ سو، لومړی پاريس او بيا لندن ته ولاړ، چيري چي هغه د سرمايداري عصر په پيل کي په صنعت کي په کار بوختو کارګرو بد حالت له نژدې وليدی او هغه کمونستي مانيفيست يا څرګند ليک وليکی چي دغه ليکنې نړۍ ته تغير ورکړ.

کارل مارکس تقريبا ۳۰ کلن ؤ چي د «کمونيستي مانيفيست» په نوم د هغه څرګند ليک چاپ سو. کارل مارکس د خپل ملګري او همنظر فريدريش اېنګلس سره په ګډه په دغه څرګند ليک کي د دې غوښتنه وکړه چي د ټولو انسانانو حقونه بايد برابر وي. دا څرګند ليک په نړۍ کي د کمونيزم د تيورۍ د زېږېدو سبب سو. د سياسي چارو آلمانی کارپوه ريشارد ليوون تال (Richard Löwenthal) وايي چي کمونيزم صرف د وضعې يوه ارزونه نه وه، بلکي د دغې تيورۍ پلويانو دغې تيورۍ ته د يوې مطلقي او نه کږېدونکي ښوونې په توګه کتل او دغه تيوري حتی ورته د يو دين او مذهب په شان مهمه ګرځېدلې وه.

ليوون تال زياتوي چي د کارل مارکس له خوا ليکل سوي پر علمي دلايلو ولاړ انقلابي نظريې د کارګرو د غورځنګ سره داسي يوځای سوې چي پر دې نړۍ د پلويانو له پاره يې د يو دنياوي دين شکل اختيار کړ. دغه کارپوه وايي چي هغه تيورياني چي د دين په شان اهميت تر لاسه کړي نو بيا هغه د پلويانو په اذهانو کي د مطلق سنت او يوازنۍ بهتريني بيلګي شکل خپلوي.

کارل مارکس وروسته يو بل کتاب وليکلی چي «داس کاپيټال» يا «سرمايه» يې نوم ؤ. دغه کتاب وروسته د کمونيزم د تيورۍ اساس وګرځېد. وروسته پر واک راتلونکو د تاوتريخوالي په مرسته حکومت کوونکو واکمنانو لکه لينن، سټالين او ماؤ څې تونګ د خپلو کړنو او عمل توجيه او استدلال د همدغه کتاب په مرسته کاوه. د کمونيزم له پاره دغه ديکتاتوريانې د کارل مارکس تر مړيني وروسته رامنځ ته سوې او هغه په خپل ژوند کي د دې شاهد نه سو چي د هغه له تيوريانو څخه څه ډول ګټي واخيستل سوې او څه شی ورڅخه جوړ سو. د کمونيزم په نوم رامنځ ته سوي ديکتاتورياني او تاوتريخوالی د دې لامل سو چي په نړۍ کي د کارل مارکس نوم منفي اغېزمن سو. خو د آلمان ترير ښار د پوهنتون ټولنپوه مارتين اېندرېس (Martin Endreß) وايي چي د کمونيزم د پای ته رسېدو څخه تقريبا ۳۰ کاله وروسته اوس بېرته د کارل مارکس نوم تر يوې اندازې بېرته په مثبته توګه مطرح کيږي.

مارتين اېندرېس وايي چي د ۱۹۸۹م مېلادي کال وروسته بېرته دا ممکنه سوې چي د کارل مارکس تيوري صرف د يو واکمن سيستم له خوا نه تفسيريږي. اوس حد اقل دا ممکنه سوې چي په يو اړخيزه او مطلقه توګه د کارل مارکس تيوري نوره نه غندله کيږي. ولي چي دغه غندنه په اصل کي د هغه څه سره تړلې وه چي د کارل مارکس د تيوريانو په نوم يې د مارکسيزم، ليننيزم، ستالينيزم يا ماؤيزم په څېر مطلق العنان دولتونه توجيه کول.

کارل مارکس نه يوازي دا چي يو ډېر اعلی تيوريسن ؤ، بلکي هغه ډېر ښه ليکوال هم ؤ. تر نن پوري د کمونيستي مانيفيست کتاب د استعمال سوي ژبي د ښکلا يوه بېلګه بلله کيږي. له دې کبله تيوري او د ژبي هنر د دې لامل سوو چي د کارل مارکس کتابونه کلاسيک وګرځېدل او د آلمان په ټولو پوهنتونو کي تدريسېدل.

کارپوهان وايي چي د کارګرو زبېښاک تر اوسه لا په نړۍ کي يوه ژوندۍ پديده ده، کومه چي کارل مارکس په خپلو ليکنو کي ډېر پخوا لا په ډېر دقت تشريح کړې وه.

د کارل مارکس ۲۰۰ مه کليزه په آلمان کي په مثبته توګه لمانځله کيږي ولي چي اوس د پوهېدنې پروسه پېل سوې چي کارل مارکس د هغه څه مسئول نه دی چي د هغه تر مرګ وروسته د هغه د تيورۍ څخه نورو ناوړه ګټه واخيستله.

اعلان