د کابل هوا ښایي تر جګړې وژونکي وي | افغانستان | DW | 13.11.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

د کابل هوا ښایي تر جګړې وژونکي وي

کابل یو له هغو ښارونو دی چې هوا یې ډیره ککړه ده. په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د خلکو له پاره ساه اخیستل ګران شي. د زړو موټرو دود، د ځان ګرم ساتلو له پاره د سکرو، خځلو او پلاستیک سوځول په ژمي کې دغه ستونزه لا زیاتوي.

یوسف اته کاله وړاندې د جګړې له کبله د افغانستان له ختیځ څخه له خپلې کورنۍ څخه وتښتید، خو ويې نه شو کړی له غمیزي تیښته وکړي. په کابل کې د هغه پنځه ماشومان مړه شول، خو د تاوتریخوالي او بمونو له کبله نه، بلکې د هوا د ککړتیا له کبله.

یوسف په کابل کې د بې ځایه شوو کسانو په یوه کمپ کې اوسیږي او دوی او نورې کورنۍ د ځان د ګرم ساتلو او اخلي پخلي له پاره خځلي سوځوي. هغه له اسوشتید پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې کال په کال یې په پرله پسې ډول یو، یو ماشوم د ککړې هوا له کبله د سینې او پر نورو ناروغیو اخته شول او آن تر اووه کلنۍ پورې ونه رسیدل. دغه ۶۰ کلن نور نهه ماشومان هم لري.

یوسف په سبزي منډۍ کې کار کوي او ورځنی عاید په سختۍ سره د یو ډالر معادل دی. هغه زیاتوي: «موږ د ډاکټرانو او دارو درملو له پاره پوره پيسې نه لرو... زه په ډیرۍ سختۍ سره خپل ماشومان مړولی شم.»

د افغانستان د یو شمیر سیمو هوا ښایي له جګړې څخه خطرناکه وي، چې اوس پرې اتلس کاله اوړي.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دې هکله هیڅ رسمي ارقام نه شته چې څومره افغانان له ککړې هوا سره د تړلو ناروغیو له کبله مړه شوي دي. خو تحقیق کوونکي ګروپ سټیټ آف ګلوبل ایر، وایي چې ښایي په ۲۰۱۷م کال کې تر ۲۶۰۰۰ زیات انسانانو د ککړې هوا په پایله کې د رامنځ ته شویو ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

Afghanistan Luftverschmutzung Kabul (Getty Images/M. Hossaini)

د کابل ښار ککړ دود او ناپاکې هوا پوښلی

کابل چې نفوس یې شا او خوا شپږ میلیونه کسان اټکلیږي، یو له هغو ښارونو دی چې هوا یې ډیره ککړه ده او د نوي ډهلي او پيکینګ په شمول په نړیواله کچه د هغو پلازمینو په نوملړ کې شامل دی چې هوا یې تر ټولو ککړه ده. د څو لسیزو جګړو د دغه ښار زیربناوې کمزوري کړي دي او په دې سربیره د بې ځایه شوو کسانو یوې سترې څپې پر کابل هجوم وروړی.

زیاتره ورځې د کابل ښار یوې تورې هوا پوښلی وي. موټرې هوا ته زهرجن دود انتقالوي او پر دې سربیره په جنراتورونه کې هم د خراب کیفیت تیل استعمالیږي. همداشان بې وزله خلک، د خښتو بټۍ، عمومي حمامونه او یو شمیر نانوایان له سکرو، خځلو، پلاستیک او ربړ څخه د سون د موادو په توګه کار اخلي. ډیر اپارتمانونه د کانالیزاسیون سم سیستم نه لري او خځلې د سړک پر غاړه یا میدانونو کې همداسې غورځول کیږي.

په کابل کې د ککړې هوا زیاتره قربانیان هغه خلک دي چې د خپل کور دننه د زهرجن دود د تنفس له کبله مسمویږي، ځکه بې وزله کورنۍ د سانتي ګراد په صفر درجه او واورو کې د ځان د ګرم ساتلو له پاره هر څه استفاده کوي. د سټیټ آف ګلوبل ایر، د سروې له مخې په ۲۰۱۷م کال کې ۱۹۴۰۰ مړینو ته د کور دننه د ککړې هوا له کبله نسبت ورکړل شوی دی.

یوسف چې په کوم کمپ کې اوسیږي تر سلو زیاتې نورې کورنۍ په کې هم ژوند کوي او د اوبو او کانالیزسیون کوم سیستم نه لري او شا او خوا یې د خځلو انبارونه دي. د هغه او نورو کورنیو ماشومان په دغو خځلو کې کالي، لرګي او پلاستیک یا داسی نور شيان چې وسوځول شي، لټوي.

نوموړي له اسوشتید پرس خبري آژانس سره په خبرو کې وړاندې ویلي: «موږ ډیر غریبانان یو او ډیرې ستونزې لرو. موږ د دارو درملو، لرګیو یا هم د سکرو له پاره پوره پیسې نه لرو. دا زموږ ژوند دی، زما ماشومان له ډیرانونو څخه خځلې راټولوي او له هغې څخه موږ د پخلي او د کور د ګرم ساتلو له پاره استفاده کوو.»

Afghanistan Smog in Kabul (DW/H. Sirat)

زړې موټرې د کابل د هوا د ککړتیا یو اصلي لامل ګڼل کیږي

د څو لسیزو جګړو چاپیریال ساتنې ته نور زیان هم اړولی دی او هغې ته رسیدګي د دولت له پاره یوه ننګونه ده. د افغانستان د حکومت له پاره چې د ناامنۍ، اداري فساد او کمزوري اقتصاد په څیر ستونزو سره لاس او ګریوان دی، چاپیریال ساتنه په لومړیتوبونو کې نه راځي.

د افغانستان چاپیریال ساتنې د ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وایي چې درې څلور لسیزي ترمخه «دا دا خلکو یوه هیله وه چې کابل ته راشي او تازه هوا تنفس کړي.» د هغه په خبره خو د جګړو د پيلیدو راهیسې دوی د اوبو او بريښنا له پاره زیربناوې او همداشان عامه ترانسپورت، زرغونه سیمې او دې ته ورته شیان له لاسه ورکړل.

د کابل د چاپیریال ساتنې ادارې د زړو موټرو د کنترول له پاره چې د هوا د ککړتیا یوه اصلي منبع ده، پروګرام پیل کړی دی. د دغه ادارې رئیس محمد کاظم همایون وایي چې «د هوا د ککړتیا پر ضد مبارزه دومره مهمه ده لکه د تروریزم پر ضد مبارزه.«

چارواکي اټکل کوي چې سږنی ژمی به د نورو کلونو په پرتله یخ وي او هغوی اندیښنه لري چې دغه څه به د هوا لا زیاتې ککړتیا سبب شي. د کابل ښاروالۍ هم پر خلکو غږ کړی دی چې د خځلو له سوځولو ډډه وکړي او د دې پر ځای له تیلو استفاده وکړي.

د ښاروالۍ ویانده نرګس مومند وایي «که چیرې هر کس د کابل د ښاروالۍ سپارښتنې تعقیب کړي، ښایي د هوا ککړتیا کنترول کړل شي. خو که چیرې دا کار ونه شي نو ښایي موږ به د څو نورو کلونو له پاره د دغه نه رغیدونکي ټپ سره ژوند کوو.»

خو په کابل کې د تیلو بیې ډیرې لوړي دي او یا یې هر څوک نه شي رانیولی. همداشان برقي بخارۍ هم ډیرې ګرانې دي او له بله اړخه په تکراري ډول په کابل کې بریښنا پرچاو وي.

Bildergalerie Afghanistan (Paula Bronstein/Getty Images)

د خښتو په بټیو او عمومي حمامونو کې له سکرو سربیره آن له پلاستیک او ربړ څخه هم د سون د توکو په توګه استفاده کیږي

په کابل کې د اندارا ګاندي روغتون ډاکټران وایي چې دوی د هوا د ککړتیا اړونده ناروغيو د زیاتیدو شاهدان دي، خو په دې هکله یې دقیق ارقام نه شو وړاندې کولی. د روغتون د چارواکو په وینا په ژمي کې هره ورځ په سلونو ماشومان چې له تنفسي ناروغیو کړیږي، روغتون ته مراجعه کوي.

ډاکټر سیف الله اباسین، وایي چې د دوی واټ د لسو ناروغانو د بستریدو ظرفیت لري خو زیاتره مهال دغه شمیر درې وارې زیاتې وي.

حکومت د چاپیریال ساتنې په تړاو د پوهاوي پروګرام پېل کړی دی. په تلویزوني اعلانونو، د ښوونځي او پوهنتون په پروګرامونو او په مسجدونو کې د خطبو په ترڅ کې پر ټولنه د چاپیریال د ضرر او د هغې د کمولو د اقداماتو په اړه خبرې کیږي.

خو ځینې داسې اقدامات هم شته چې اړتیا ده دولت یې تر سره کړي، لکه خلک د نیالګیو کینولو ته تشویق شي او زرغونې سیمې رامنځ ته شي. همداشان د ښار ماسټر پلان باید تطبیق شي چې د ښار چار چاپيره سیمو کې د ناپلان شوو ودانیو مخه ونیول شي.

د چاپیریال ساتنې له ادارې څخه صدیقي وایي چې د طالبانو تر سقوط وروسته له ۲۰۰۱م کال راهیسې د ښاري زیر بناوو له پاره کومه طرحه نه وه، چې له کبله یې خلکو په خپل سر کورونه جوړل کړی.

هغه زیاته کړې: «له بده مرغه دغه څه د غیر پلان شوې ودې سبب شو. اوس موږ له ډیری ښاري ستونزي او سازماني ننګونو سره مخامخ یو چې د هوا د ککړتیا سبب ګرځي.»

 

اعلان