د ژبو د ماخذ لپاره ګډ اروپایي چوکاټ | Einstufung | DW | 03.09.2015
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

Einstufung

د ژبو د ماخذ لپاره ګډ اروپایي چوکاټ

اروپایي چوکاټ په ټوله اروپا کې د ژبې د زده کړې په برخه کې واحد منل شوی اساس برابروي. په شپږو معیاري پړاوونو کې دا چوکاټ له هر پړاو څخه د تیریدلو لپاره زده کوونکي ته اړین مهارتونه توضیح کوی.

د A1 سویه - پیل د اساساتو په هکله خبرې اترې زده کول، لکه تاسې چیرته اوسیږي او څه مشغولیتا لری. د A2 پړاو - د اساسي مالوماتو ارایه کول تاسې د اساسي موضعاتو په هکله کولی شی خبرې وکړی او خپلې اړتیاوې واضع کړی - لکه کله چی تاسو بازار کی سودا اخلی. د B1 پړاو - د ورځینیو حوادثو اداره کول په آلمان کې د سفر پر مهال تاسې کولای شی چي ډیری هقغه موضوعات چی تاسی ورسره مخامخ کیږی حل کړي. تاسې کولای شي چي خپلې تجربې شریکې کړی او د موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي. د B2 پړاو - قانع کونکی وه اوسي تاسې حتا د ځایي اوسیدونکو سره د اوږدو مرکو پر مهال په دوامداره او روانه توګه خبرې کولای شی - . تاسې پیچلی لیک لوستلای شی او د بحثونو تر څنګ په پیچلو موضعاتو کې خپل نظر هم څرګندولای شی. د C1 پړاو - په ازادانه ډول خبرې وکړی په دې پړاو کې به تاسې دې ته اړتیا نلری چې ټکي ولټوی بلکه و به کولای شی چې په ډیر آرام شکل او نرمښت سره په هر حالت کې په آلماني ژبې خبرې وکړی. تاسې به په اوږدو او پیچلو متنونو پوهیږی د C2 پړاو - خپلې غوښتنې څرګندې کړی په دې پړاو کې هر هغه څه چی تاسې یي لولي یا یي اوری ورباندي پوهیږی او کولای شی چې په دوامداره او روانه ژبه خبرې وکړی او تفصیلي مالومات وړاندې کړی.