د چين په دفاعي بوديجه کي ۱۱ فيصده زياتوالی پلان سوی دئ | دويچه ويله پښتو | DW | 04.03.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د چين په دفاعي بوديجه کي ۱۱ فيصده زياتوالی پلان سوی دئ

چين غواړي چي په خپله دفاعي بوديجه کي لا زياتوالی راولي. اټکل کيږي چي په روان مېلادي کال کي به د چين په دفاعي بوديجه کي ۱۱ فيصده زياتوالی راوستل سي. د چين د ملي کنگرې وياند ويلي دي چي په دې توگه به په روان مېلادي کال کي د دفاع له پاره د تېر کال په پرتله تقريبا ۱۰۰ميليارده ډالره زيات مصرف کړل سي.

په تيرو کلنو کي په دوامداره توگه د چين په دفاعي بوديجه کي تقريبا ۱۳فيصده زياتوالی راغلی وو. د امريکا متحده ايالتونه او د چين گاونډيان د چين پوځي پياوړتيا ته په اندېښنه سره گوري. د دغو اندېښنو وجه يو شمېر سيمه ييزي لانجې دي.