د پاکستان او امریکا د پوځونو د مشرانو غونډه ځنډیدلې ده | دويچه ويله پښتو | DW | 28.09.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د پاکستان او امریکا د پوځونو د مشرانو غونډه ځنډیدلې ده

د پاکستان او متحده ایالاتو د پوځي مشرانو تر منځ پلان شوې غونډه ځنډول شوې ده. په پام کې وه چې دغه غونډه په روانه اونۍ کې تر سره شوی وای. د متحده ایالاتو د پوځ جگپوړي چارواکي مارتن ډیمپسي ویلي دي چې په پاکستان کې د امریکا ضد د لاریونو له امله دغه غونډه ځنډول شوې ده.

ډیمپسي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې پلان شوې وه چې پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هیواد د پوځ د مشر جنرال اشفاق کیاني سره وویني خو دواړه مشران په پاکستان کې نا ارامیو ته په کتو سره دې ته راضي شوي دي چې دغه لیده کاته وځنډول شي.

اړوند مطالب