«د هنګري پر پولو مهاجرو ماشومانو سره ناوړه چلند ترسره کيږي» | اروپا ته مهاجرت | DW | 28.04.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«د هنګري پر پولو مهاجرو ماشومانو سره ناوړه چلند ترسره کيږي»

د «اروپا شورا» هنګري له خوا مهاجرو ماشومانو سره د بد چلند کولو خبرداری ورکړ. دغه شورا وايي چې هنګري له سربيا سره پر ګډه پوله تنکي مهاجر ځوانان د منل شويو توافقاتو د اصولو خلاف، په ډيرو سختو شرايطو کې ساتي.

د اروپا شورا دغه رپوټ، تيرکال دغې سيمې ته د حقوقي کارپوهانو د سفر او د مهاجرو د وضعيت څخه د ليدنه له بهيره جوړ شوی دی.

د «اروپا شورا» چې له ۴۷ اروپايي ملتونو او د دغې وچې د بشري حقونو د تر ټولو اصيلو سازمانونو څخه جوړه ده، جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۲۷مه) يې هنګري پر دې تورن کړ چې پر خپلو پولو، د هغو مهاجرو ماشومانو سره چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۸ کلونو تر منځ دي، ناوړه چلند کوي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هيواد په تير کې د انساني قاچاق ضد اروپايي کنوانسيون هم منلی دی.

د «اروپا شورا» له اروپايي اتحاديې سره سازماني اړيکې نه لري او د «اروپايي اتحاديې شورا» څخه يو جلا سازمان دی.

په رپوټ کې د افغانانو يادونه هم شوې

د بشري حقونو ډله چې د تيرکال په جولاي او دسمبر مياشتو کې يې د هنګري سرحدي سيمو څخه ليدنه کړې، موندلې يې ده چې په ياده سيمه کې د سوريې او افغانستان په څير هيوادونو څخه ډیر شمير تنکي او بې سرپرسته ځوانان په داسې کمپونو کې اچول شوي چې په اغزن تار راچاپير او د وسلوالو ساتونکو له خوا يې ساتنه کيږي.

د «اروپا شورا» د کارپوهانو په رپوت کې راغلي دي چې په دغو کمپونو کې مهاجر ماشومان د دې له پاره چې هنګري خاورې ته د دننه کيدو اجازه يې ترلاسه او د نوملړ په سر کې راغلي وي، د «جنسي استفادې له غوښتننو» سره هم مخ شوي دي.

Ungarn Transitzone zu Serbien (Getty Images/AFP/A. Kisbenedek)

يو مهاجر ماشوم د سربيا او هنګري تر منځ پر پوله

د کنوانسيون ناقض کونکی قانون

دغه رپوټ پر هنګري نيوکه کوي چې د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشتې کې يې يو قانون تصويب کړ چې په «بحراني» حالاتو کې د ماشومانو د نړيوال حفاظت تدابير ردوي او هغوي د لويانو په ډله کې راولي تر څو وشي کړای هغوي په سرحدي مرکزونو کې وساتلای شي.

د «اروپا شورا» ويلي دي چې ماشومان د وسلوالو ساتونکو پر ځاي، مسلکي او روزل شويو افرادو ته اړتيا لري تر څو يې هغوی ته د «اعتماد وړ په فضا» کې د ژبې په برخه کې مرسته کړې وي.

«سرحدونه بند نه دي»

هنګري په ۱۹۹۰ کال کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ماشومانو د حقونو د کنوانسيون لمړۍ ماده لاسليک کړې ده. دغه ماده له ماشومانو څخه «د هر هغه انسان په توګه چې عمر يې له ۱‍۸ کلونو ښکته وي» ملاتړ کوي.

د هنګري د کورنيو چارو وزارت دغه نيوکې رد کړي دي او ويلي دي چې د دوي عبوري مرزونه بند نه دي، خو يوازې د سربيا پر لور خوشې دي. دغه وزارت په خپله يوه اعلاميه کې ويلي دي: «هر پناه غوښتونکی چې هر وخت وغواړي کولای شي سربيا ته ستون شي»

ایان پ. جانسون/ر.ش/ م. ک. ص

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:  

DW.COM