«د نړۍ ثروت باید عادلانه تقسیم او اقلیم ساتنه یوازي و نه سي» | آلمان او نړۍ | DW | 10.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

«د نړۍ ثروت باید عادلانه تقسیم او اقلیم ساتنه یوازي و نه سي»

د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر ویلي دي چي «که د پر نفوسه هیوادونو هر تبعه برق ته لاسرسی پیدا کړي، بیا نو د سکرو۱۰۰۰ نورو دستگاوو ته هم ضرورت سته چي دا به نړۍ نوره هم وسوځي».

د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر، گیرد مویلر د سه شنبې په ورځ دوو الماني ټلویزوني چینلونو ته همدرانگه ویلي دي چي پر دې سربیره همدااوس ۱‍۰۰۰ نوري دستگاوي هم په پلان کي دي؟ د ده په خبره «اسمان د ټولو دی او جرمني یوازي اقلیم نه ژغوري».

هر هیواد دي په یوازي سر د اقلیم ساتني تصمیم نه نیسي، خصوصأ داسي هیوادونه، لکه هندوستان او یا نور افریقايي هیوادونه چي نفوس یې بې حده ډیريږي او په اصطلاح سره چاودي.

هغه په عین حال کي د «نو آوریو او تکنالوژیکي شفافیت» په برخه کي د سرمایه گذاریو غوښتنه هم وکړه چي دا به بیا کارځایونه هم تضمین کړي.

د مهاجرينو ډیریدو ته په اشارې سره مویلر په افریقايي هیوادونو کي د لا ډیرو کوښښونو د سرته رسولو غوښتنه وکړه. په خبره یې «صنعتي هیوادونه، چي د جهان لس فیصده نفوس تشکیلوي، خو بیا یې په اختیار کي ۹۰ فیصده ثروت دی. نو دا نه سي کیدلای چي افریقا او یا هندوستان هلته په فقر او غربت کي غرق وي او موږ یې خلگ او طبیعت د خپلو تولیداتو په خاطر استثمار کړو، تر څو زموږ رفاه او هوسا ژوند  تضمین سي«.

Deutschland Berlin Gerd Müller (CSU), Bundesentwicklungsminister (picture-alliance/dpa/R. Jensen)

د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر، گیرد مویلر

هغه همدارنگه وویل، چي په «غربي هیوادونو کي باید ددې له پاره تیاری ډیر سي چي د هغوی کارگرانو ته عادلانه معاشونه ورکړو او محصولات یې په مناسبه بیه رانیسو. بیا به یې نو په خبره«د هغوی خلگ اصلأ دې مفکورې ته هم رانسي، چي اروپا ته راوتښتي«.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:(16.11.2017 )

DW.COM

اعلان