د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې آزمیښتي الوتنه بشپړه کړه | آلمان او نړۍ | DW | 14.04.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې آزمیښتي الوتنه بشپړه کړه

د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې آزمیښتي الوتنه بشپړه کړه

د ستراتولانچ په نامه د نړۍ دغه ستره الوتکه داسې ډیزاین شوې چې پرمټ یې سټلایټونه وتوغول شي او فضا ته مسافرین هم انتقال کړي. دغه الوتکه دوه بدنې، ۲۸ ټیرونه، شپږ ماشینونه او د فوټبال د میدان په اندازه وزرونه لري.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۴ نیټه) د ستراتولانچ په نامه د نړې تر ټولو سترې الوتکې خپل لومړنی آزمیښتي پرواز په بریالۍ توګه بشپړ کړ.

د ستراتولانچ سیستم په نامه د شرکت په وینا چې فضا ته د انتقال د دغې د پروژې ترشا دی، د دغې سترې الوتکې د وزرونو اندازه چې د فوټبال له یوه میدان څخه هم ستر دي، د امریکا متحده ایالاتو په کلیفورنیا ایالت کې د موجاف ډیزیرت په نامه له هوايي ډګر څخه یې خپل پرواز پیل کړ. د یاد شرکت په حواله یادې الوتکې د ۲،۵ ساعتونو له پاره آزمیښتي پرواز ترسره کړی دی.

د دغه پرواز په ترڅ کې د ستراتولانچ په نامه یادې الوتکې د ۵۱۸۲ مترو په لوړ والي او سرعت یې په ساعت کې ۳۰۴ کیلومتره ته رسیدلی دی.  دغه الوتکه چې ۱۱۷ متره بر [پلن والی] او ۲۲۰ ټنه وزن لري، دوه بدنې، ۲۸ ټیرونه او د بوینګ ۷۴۷ ډوله الوتکې شپږ انجنونه [ماشینونه] لري.

د ستراتولانچ په نامه دغه الوتکه فضا ته د سټلایټونو [سپوږمکیو] د توغولو د یوه مرکز په توګه ډیزاین شوې ده. اټکل کیږي چې دغه الوتکه به یوه ورځ فضا ته مسافرین هم انتقال کړي.

د ستراتولانچ په نامه د شرکت اجرائیه مشر جین فلویډ وویل: «د نن ورځې پرواز زموږ ماموریت لا پراخوي څو له ځمکې څخه د [سټلایټونو] د توغولو له پاره یو مناسب بدیل وړاندې کړل شي.» دغه پروژه د مایکروسافت د شرکت شریک بنسټ ایښودونکي پاول الن طرح کړې وه. پاول الن د تیر کال په اکتوبر میاشت کې مړی شوی دی.

د ولکن شرکت مشر او د پاول جي. الن بنسټ [خیریه سازمان] مدیر [سرپرست] وویل: «موږ ټول پوهیږو پاول به د نن ورځې د تاریخي لاسته رواړنې په لیدو ډیر د ویاړ احساس کړی وای.» نوموړي زیاته کړه چې دغه الوتکه د انجینري په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده او موږ ټولو هغو کسانو ته چې په دې [پروژه] کې ښکیل دي، مبارکي وایو.»

Chase Winter/KH.WA

 

اعلان