د مهاجرو په اړه پريکړي پر مهال دي د افغانستان امنيتي وضعيت په پام کي ونيول سي | اروپا ته مهاجرت | DW | 16.01.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

اروپا ته مهاجرت

د مهاجرو په اړه پريکړي پر مهال دي د افغانستان امنيتي وضعيت په پام کي ونيول سي

په جرمني کي د پناه غوښتونکو يوه پلوي سازمان په افغانستان کي وروستيو ناامنيو ته په کتو سره د جرمني له حکومته غوښتي دي چي د افغان پناه غوښتونکو پر دوسيو د پريکړي پرمهال دي په هغه هيواد کې امنيتي واقعيتونه په پام کي ونيسي.

په جرمني کي د پناه غوښتونکو پلوي سازمان «پرو ازول» د معلوماتو له مخي، د افغانستان په ټولو برخو کي جنگ، زورزياتی او يا هم ترهگر بريدونه سته.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په فرانکفورت کي ويلي دي چي د افغانستان حکومت نه سي کولای چي په ټولو سيمو کي د وگړو ساتنه وکړي.

سازمان زیاته کړې ده چي طالبان د پلازمېني په گډون د هيواد د نورو ولايتونو په مرکزونو کي بريدونه کوي او د دغه هيواد ځيني سيمي ئې په ولکه کي دي او له افغان امنيتي ځواکونو سره جنگيږي.

د پناه غوښتونکو د حقونو د ساتلو دغه سازمان د مهاجرت او پناه غوښتني په برخه کي د جرمني له فدرالي اداري (BAMF) څخه غوښتي دي چي د افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتني پر دوسيو باندي د پريکړي پرمهال دغه واقعيت (د افغانستان امنيتي وضعيت) په پام کي ونيسي.

دغه سازمان ويلي دي چي د پناه غوښتونکو او مهاجرو په چارو کي د جرمني فدرالي ادارې (Bamf) ډيري هغه ناسمي پريکړي چي د پناه غوښتني پروسې په برخه کي ئې کړي وي او محکمو اصلاح کړي دي، د شرم وړ دي.

د پناه غوښتونکو د شکايتونو پر اساس هغه دوسيې چي د ۲۰۱۸م کال په درو ربعو کي قاضيانو له سره اساسي بررسي کړي دي، تقريباً يو پر دريمه برخه ئې د مهاجرو په گټه تمامي سوي دي. چي په دې برخه کي تر ټولو ډير افغان پناه غوښتونکو ته گټه رسېدلې ده.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM