«د مهاجرت نوي قواعد اساسي حقونه زيانمنوي» | اروپا ته مهاجرت | DW | 01.03.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«د مهاجرت نوي قواعد اساسي حقونه زيانمنوي»

په آلمان کي د ماشومانو د ملاتړ سازمان «کينډرهيلفسوېرک» وايي د مهاجرو د کورنيو په رابللو کي ځنډ د آلمان د اساسي قانون ضد کار دی. په دې تړاو د ياد سازمان له خوا يوې علمي څېړنه هم سوې ده.

Flüchtlingskinder in Agios Panteleimonas in Athen (DW/C. Spathis)

آرشيف انځور

د آلمان مسيحي ديموکراټ، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکراټ ګوندونو د روان کال په فبروري مياشت کي د احتمالي مشترک ائتلافي حکومت له پاره يو تفاهم ليک لاسليک کړ. په دغه تفاهم ليک کي د راتلونکي حکومت د کار پر مختلفو موضوعاتو او د هغوی پر چوکاټ هوکړه سره سوې وه. په دغو موضوعاتو کي يوه هم و دويمه درجې قبولي ترلاسه کوونکو مهاجرو ته د هغوی د کورنيو په رابللو کي د نوو قواعدو رامنځ ته کول دي.

د ياد تفاهم له مخي به مهاجر د ۲۰۱۸م کال د جولای مياشتي تر پايه پوري ونه کړلای سي چي خپلي کورنۍ راوبولي. تر يادې نېټي وروسته به د بشري لاملونو پر اساس مهاجر يوازي د ژوند شريک يعني مېړه يا ماينه، ماشومان او يا هم مور او پلار راوبللای سي. خو دا په داسي توګه چي په ټول آلمان کي د يادو نوو راتلونکو کسانو شمېر په يوه مياشت کي تر ۱۰۰۰ زيات نه سي. په سختو مواردو کي استثناوي هم په پلان کي نيول سوي دي.

«د اساسي قانون نقض»

اوس د ماشومانو د ملاتړ آلماني سازمان «کينډر هيلفسوېرک» د مهاجرو د کورنيو د رابللو پلان سوي نوي قواعد د بشري حقونو او د آلمان د اساسي قانون نقض کوونکي بللي دي. ياد سازمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د مارچ لومړۍ نېټه) په برلين کي وويل چي يادي موضوع ته يې کارپوهان ګومارلي دي چي پلان سوي تغيرات له قانوني پلوه وپلټي.

د ياد سازمان په وينا د څېړني پايلي ښيي چي پلان سوي تغيرات په زياته بيا د ماشومانو حقونه نقضوي. کينډر هيلفسوېرک يوه ورځ مخکي تر هغه دغه څرګندونې کړي دي چي د آلمان د ايالتونو شورا «بُنډس راټ» د مسيحي ديموکراټ ګوند، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکراټ ګوند په تفاهم د رامنځ ته کېدونکو قواعدو پر قانون رايه اچونه کوي.

د کينډر هيلفسوېرک له خوا د خپرې سوي څېړني په راپور کي پر پلان سوو قواعدو نيوکي سوي دي. زياته سوې ده چي هغه پلان چي د دويمي درجې قبولي ترلاسه کوونکو مهاجرو سره د هغوی د کورنيو په يوځای کېدو کي د ځنډ تمديد او په همدې شان د کورنيو په يوځای کېدو کي پلان سوی محدوديت د ماشومانو د ښېګڼي سره سمون نه لري.

«د استثنا امکانات ناکافي دي»

د ياد سازمان په فکر په سختو مواردو کي له قواعدو څخه پلان سوي استثناوي هم کفايت نه کوي. د کينډر هيلفسوېرک رياست معينې انه ليوټکس په برلين کي په دې تړاو توضيحات ورکړل. هغې وويل چي د تيرو دوو کالونو تجربې ښودلې ده چي د استثنا امکان په عملي توګه په ډيرو کمو مواردو کي عملي کړل سوي. د ليوټکس په وينا پلان سوي استثناوي په دې کي کومک نه کوي چي ماشومان آلمان ته خپلي کورنۍ راوبولي.

کينډر هيلفسوېرک وايي چي د مهاجرو د کورنيو په رابلنه کي پلان سوي قواعد او محدوديتونه د آلمان د اساسي قانون شپږمه ماده، د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو د کنوانسيون اتمه ماده او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسيون دريمه او لسمه ماده نقضوي. اړونده نتيجې ته رسېدونکې علمي څېړنه «په آلمان کي د بشري حقونو له پاره د حقوقي کار» په نوم سازمان له خوا تر سره سوې ده.