«د مهاجرت بحران ښايي د آلمان په تاريخ کې په يوه نيک اقدام واوړي» | آلمان او نړۍ | DW | 20.06.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

«د مهاجرت بحران ښايي د آلمان په تاريخ کې په يوه نيک اقدام واوړي»

آلمان پخواني جمهور رئیس د هیواد خلکو ته د ښي اړخه سخت دریځه تمايلاتو څخه خبردارې ورکړ ،وې ويل د مهاجرت د بحران په اوج کې د پناه غوښتونکو راتګ کيدای شي آلمان ته هماغه اندازه مهم وي لکه د ختيځ او لويديځ آلمان بيا يووالی.

د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» د رپوټ په حواله د چهارشنبې په ورځ  د دغه هیواد پخواني جمهور رئيس کرستيان وولف وويل چې تاریخ به د ۲۰۱۵ م کال د مهاجرت بحران ګټې او اهميت اثبات کړي. وولف د هانور په ښار کې د سه شنبې شپې په يوه ميلمستیا کې په خپله وينا کی وویل: «ډېرچانس شته چې آلمان ته د مهاجرینو راتګ د هیواد په تاريخ کې په يو ښه اقدام واوړي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام کي دغه پيښه د نیکمرغۍ له پلوه د  ۱۹۹۰م  کلونو د دواړو ختيځ او لويديځ آلمان له يووالي سره پرتله کړه. وولف په دغه غونډه کې چې د کونراد ادناور بنسټ له خوا  د ده د شپيتمې کليزې په وياړ جوړه شوې وه وویل، چې وروسته له څو کلونو به آلمان شاته نظر وکړي او هېواد ته د پناه غوښتونکو ډلو راتګ  څخه به د يوې تاريخې شيبې په توګه یادونه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د پناه غوښتونکو د قبليدلو په ترڅ کې ځينې اشتباهي ارزونو او ستونزو شتون درلود چې  د دغې موضوع اهميت نه کموي. په هماغه توګه لکه د ختيځ او لويديځ آلمان د يووالې  په پيل کې چې ستونزې او خنډونه د دغې پيښې د اهميت د کموالي سبب شوې نه دي. وولف زیاته کړه، چې د آلمان شرايط له هغه څخه ډير  ښه دې چې زيات شمير خلک يې فکر کوي. د آلمان پخواني جمهور رئیس د ښي اړخه سخت دريځو ډلو په اړه خبردارې ورکړ او وېې ويل، چې د وطن پالنې او ناسيونالیسم تر منځ توپير باید له منځه ولاړ نه شی،چې دغي مسلې آلمان په تير مهال کې د بدمرغۍ کندې ته ټيل وهلې وو.

د آلمان پخوانی ولسمشر سربیره پر دې له ښې اړخه سخت دريځه ډلو څخه د واټن نيولو غوښتونکې شو او ويې ويل چې ديموکرات ګوندونه بايد په ښکاره ډول او پر خپل ځان له باور سره  په ټولنه کي د لا زيات نقش سره راڅرګند شي او د هغو تر وړاندې ودريږی چې جعلي خبرونه خپروي.

ډيره مهمه دوره

د مهاجرت د بحران په اوج کې وولف د اروپايي اتحاديې له غړیو څخه د هغو پناه غوښتونکو د منلو غوښتنه کړې وه، چې له جګړې او فقر څخه په تيښته کې ول. هغه ويلې وو: «د ۵۰۰ ميلونه اروپايانو له پاره د ۳ ميلیونه پناه غوښتونکو منل نه ښاي چې ستونزمن کار وي.»

آلمان په ۲۰۱۵ م کال کې په داسي حال کې، چې د هيواد صدراعظمې انګيلا میرکل د پرانیستو دروازو سیاست ته مخه کړې وه ۹۰۰ زره کسانو ته هیواد ته د راتګ اجازه ورکړې وه. ډيرې له دوي څخه د جګړو او بیوزلۍ له کبله له نږدې ختيځ،آسیا،افريقا تښتيدلې وو.

هغه ګوندونه چې د اروپا په اړه ښه نظر نه لري، يعني ښي اړخه ګوندونو او ښي اړخه سخت دريځو له دغه بحران څخه ګټه پورته کړه. په دې تړاو کولې شو د پولنډ له پځواني جمهورریس ويکتور اوربان او د اتريش پخواني صدراعظم سباستين کورتڅ څخه يادونه وکړو، چې ويلې وو د مهاجرت کړکيچ د اروپا  وچې د ټولنيز جوړښت د کمزورتیا سبب کیږي.

د «آلمان له پاره بديل» په نوم ښې اړخه ګوند څخه  ګيورګ ياتسديرسکی په تويتر کې  د پيغام په خپرولو سره د وولف پر وينا انتقاد کړې او ليکلي يې دي، چې د آلمان پخواني جمهور رئيس له واقعيت سره اړیکه له لاسه ورکړې ده.

sh/bs (Lewis Sanders )

 

.

 

 

 

اعلان