1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. ملتونو امنیت شورا غړو سره پر کومو موضوعاتو خبري شوي؟

۱۳۹۶ دی ۲۵, دوشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو امنیت شورا له غړو سره د یکشنبې په ماښام لیدلي دي. د ارګ د وینا پاڼې له مخې پر نورو سربیره په دغه ملاقات کې پر «پاکستان د فشار زیاتولو» موضوع ته هم اشاره شوې ده.

https://p.dw.com/p/2qqNw
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوی چې دوره یي مشري یې په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان د سفیر خیریت عمروف، پر غاړه ده کابل ته سفر کړی دی. دا په تیرو اوو کلونو کې لومړی وار دی چې د امنیت شورا غړي کابل ته سفر کوي. ویل شوي دي چې دغه پلاوي د یکشنبې په ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

د ارګ له لوري د دوشنبې په سهار په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دواړو خواوو «د افغانستان او سیمې د امنیتي حالاتو، سیمه ییزو همکاریو، د تروریرزم، اداري فساد، نشه یي توکو پدیدو او د هغو له قاچاق سره د مبارزې، د سولې د پروسې چټکتیا، د ټاکنو له پاره چمتووالی، په حکومتولۍ کې د اصلاحاتو، د نظام د پیاوړتیا، د ښځو مشارکت، په افغانستان په ځانګړې ډول په امنیتي او پراخیتایي برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان د رول او په ټوله کې په وروستیو درې کلونو کې د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

د ملګرو ملتونو په دغه پلاوي کې د امنیت شورا ویټو حق درلودونکو هیوادونو امریکا متحده ایالاتو، بریتانيا، روسیې، چین او فرانسې سربیره د سویډن، پولنډ، قزاقستان، بولیویا، ایتوپیا، کویت، هالنډ، پیرو، استوایي ګینه او عاج ساحل هیوادونو غړو حضور درلود.

 د ارګ په بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې په دغه ملاقات کې د سیمه ایزه همکاریو پر سر بحثونه وشول او څرګنده شوه «چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په خاطر دې پر پاکستان فشارونه زیات شي او په عین حال کې دې د مذاکراتو له پاره ګډ اقدامات وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ لا تر مخه د آسیا له پاره د خپلې ستراتیژۍ په ترڅ کې پاکستان باندې نیوکې کړې دي.

په دغه ملاقات کې افغان ولسمشر وویل چې دوی د منځنۍ آسیا هیوادونو، روسیې، چین او ایران سره د سیمه ایزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.  افغان ولسمشر له پاکستان سره د افغانستان اړیکو ته په اشاره سره ویلي: «د اړیکو د ښه والي له پاره هڅې شوي دي، خو د پاکستان اړخ په سیمه ایزه همکارۍ کې پایله نه ده لرلې.»

د دغه رپوټ د خپریدو تر مهاله پاکستان په رسمي توګه د دغو څرګندونو په هکله کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د ارګ په بیانه کې وړاندې راغلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري نیکي هیلې وویل چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې د امنیت له پاره مهم دی او د ملګرو ملتونو پلاوي له افغانستانه د زیات ملاتړ په خاطر کابل ته سفر کړی دی.

د یکشنبې په ورځ د دغه پلاوي د سفر پر مهال په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان استازي د پنجشنبې په ورځ ویلي ول چې له نږدې څخه د جنګ ځپلې افغانستان د وضعیت څارلو او له نوې ستراتیژۍ سره د مرستې له پاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه هیواد ته د سفر په هکله فکر کوي. خو د دغه سفر دقیقه نیټه نه وه ښول شوې.

په تیرو میاشتو کې افغانستان ته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس او ځينو نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو تر سفر وروسته، په نیویارک کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر د تیرې سه شنبې په ورځ د امنیت شورا ۱۵ غړو هیوادونو سفیرانو ته د افغانستان په هکله معلومات ورکړي وو.

زموږ له آرشیف څخه: