د ملادیچ محاکمه پیل شوه | دويچه ويله پښتو | DW | 17.05.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د ملادیچ محاکمه پیل شوه

د بوزنیا د سربیانو د پخواني جنرال راتکو ملادیچ، محاکمه د هاگ د جرمونو په محکمې کې پیل شوه. ملادیچ اوس اویا کلن دئ. پر هغه باندې په بوزنیا کې د جنگي جنایتونو یوولس تورونه لگول شوي دي. په دغو تورونو کې په ۱۹۹۵ کال کې د ۸۰۰۰ مسلمانانو د وژلو د پلان جوړول هم شامل دئ.

ملادیچ تیر کال په سربیا کې تر ۱۶ کلونو تیښتې وروسته ونیول شو. د هغه محاکمه کیدای شي چې تر درو کلونو پورې دوام وکړي.

اړوند مطالب