د محقق ساتونکي په خطا یوه ناوې وژلې ده | افغانستان | DW | 17.07.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د محقق ساتونکي په خطا یوه ناوې وژلې ده

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق، ساتونکي په اشباهي ډول یوه ناوې وژلې. پیښه هغه وخت رامنځ ته شوې چې د واده کاروان هوايي ډزې کولې او د محقق ساتونکو فکر وکړ چې تر برید لاندې دي.

په یوه واده کې د هوایي ډزو پرمهال د یکشنبې په ورځ یوه ناوړه پیښه رامنځ شوې. کله چې د واده یوه کاروان د محمد محقق، د کور تر څنګ تیریدی، او هوايي ډزې یې کولې، د دغه افغان چارواکي ساتونکو فکر وکړ چې ورباندې برید شوی او ځوابي ډزې یې وکړې. د ډزو په پایله کې ناوې وژل شوي او د واده څلور تنه نور میلمانه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د ناوې له موټر سره ملو کسانو د محقق کور ته نژدې هوايي ډزې کولې. ساتونکو فکر وکړ چې ورباندي برید شوی او پر هغوی باندې یې ډزې وکړې.»

دانش روښانه کړې چې د پیښې په تړاو څلور کسان چې د محقق د کور دوه ساتونکي هم پکې شامل دي، نیول شوي دي. دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په پلازمینه کابل کې د وروستیو بریدونو له کبله افغان چارواکو خپل امنیتي تدابیر لا پسې شدید کړي دي.

په افغانستان کې ډیر وخت خلک د ودونو او د خوښۍ د نورو مراسمو پر مهال هوايي ډزې کوي. که څه هم د دغه دود د ختمولو له پاره څو وارې هڅې شوې دي، خو بیا هم وخت نا وخت په مراسمو کې حاضر کسان هوايي ډزې کوي.

د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې زیمبابوي ته ماتې ورکړه، د افغانستان په بیلابیلو برخو کې هوايي ډزې وشوې چې له کبله یې په هلمند ولایت کې یو تنکۍ ځوان ووژل شو او په کابل کې بیا څو تنه ټپیان شول.

اعلان