1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د متحده عربي اماراتو تابعیت ته څوک درخواست کولی شي؟

۱۴۰۰ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

متحده عرب اماراتو تیر میلادي کال د تابعیت په قانون کې تر یو لړ تغیراتو راوستلو وروسته بهرنیانو ته اوس د دې فرصت په لاس ورکړی چې د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي. خو پوښتنه دا ده چې کومه کټګوري خلک ورته درخواست کولی شي؟

https://p.dw.com/p/46gyi
Vereinigte Arabische Emirate Dubai Burj Khalifa
انځور: Loop Images/picture alliance

د خلیج ټایمز په نامه د متحده عربي اماراتو انګلیسي ژبې ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي دي چې متحده عربي اماراتو په دې وروستیو کې د تابعیت او د دې هیواد د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې یو لړ اصلاحات راوستي دي ترڅو له نورې نړۍ څخه مسلکي کسان دغه هیواد ته را جذب کړي.

دغه خلیجي هیواد تر دې وړاندې د اوږدمهاله ویزو او د کورنیو د غړیو د ویزو په برخه کې هم تغیرات راوستلي دي او دغه پروسه یې څه نا څه ساده کړې ده. دغه هیواد غواړي چې په راتلونکي کې د بهرنیو مسلکي کسانو د کار له پاره په ښه هیواد بدل شي.

متحده عربي اماراتو همدا تیر کال د تابعیت په قانون کې هم یو څه نرمښت راوستلی دی او د دغو تغیراتو په نتیجه کې پانګوال، مسلکي کسان، د ځانګړي استعداد لرونکي کسان او د دوی د کورنۍ غړي کولی شي چې د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي.

د دغه هیواد د چارواکو په خبره، د تابعیت په قانون کې دغه تغیرات د دې له پاره راوستل شوي څو له ټولې نړۍ څخه مسلکي کسان او با استعداده کدرونه په دغه هیواد کې میشت شي او د دغه خلیجي هیواد د ټولنې په پرمختګ کې ونډه ولري.

Vereinigte Arabische Emirate Dubai Souk Madinat Jumeirah
انځور: Tyson Paul/Loop Images/picture alliance

کومه کټګوري کسان کولی شي تابعیت ترلاسه کړي؟

خلیج ټایمز انګلیسي ژبې ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي چې د متحده عربي اماراتو د تابعیت په برخه کې د نویو تغیراتو له مخې، پانګوال، مسلکي ډاکټران، متخصصین، اختراع کوونکي، ساینسپوهان، با استعداده کسان، ادبي څیرې او هنرمندان او د دوی د کورنۍ غړي کولی شي چې د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي.

د متحده عربي اماراتو د نوي قانون له مخې، دغه کټګوري کسان کولی شي چې د خپل هیواد تابعیت هم وساتي. د دغو تغیراتو په راتګ سره اوس پورته ذکر شوي کټګوري کسان کولی شي چې په دغه خلیجي هیواد کې جایداد ولري او په خپله سوداګریز فعالیتونه هم وکړي.

متحده عربي امارات وايي چې پانګوالی اړ دي چې په دغه هیواد کې جایداد ولري او بیا کولی شي چې د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي. د خلیج ټایمز د راپور په حواله، ډاکټران او متخصصین باید لږ تر لږه ۱۰ کلنه تجربه ولري. هغه ساینس پوهان چې غواړي د متحده عربي اماراتو تابعیت ترلاسه کړي اړ دي چې د دې هیواد په یوه پوهنتون یا خصوصي سکتور کې فعال څیړونکی وي او په خپله څانګه کې لږ تر لږه ۱۰ کلنه کاري تجربه ولري. سربیره پر دې، دغه کټګوري خلک د ساینس په برخه کې لاسته راوړنه ولري او یا یې د خپل فعالیت له کبله یوه نړیواله معتبره جایزه ترلاسه کړي وي. دغه کټګوري خلک اړ دي چې په متحده عربي اماراتو کې د ساینس په برخه کې له یوه معتبر انستیتوت څخه یو لیک هم ولري.

بله کټګوري خلک مخترعین دي او د خلیج ټایمز په حواله شرط یې دا دی چې خپله اختراع یې په متحده عربي اماراتو کې ثبت کړې وي او تائید شوي وي او یا یې خپله اختراع په کومه بله نړیواله اداره کې ثبت کړې وي. بله کټګوري خلک هنرمندان او خلاق وګړي دي چې په فرهنګي او نورو برخو کې فعالیت لري او د یوه یا ډیرو نړیوالو جایزو ګټونکي وي.

سربیره پر دې، هغه کسان چې د دغه خلیجي هیواد تابعیت ترلاسه کوي همدا راز اړ دي چې د اماراتو قانون ومني او دغه هیواد ته د وفادارۍ قسم هم وخوري. د معلوماتو له مخې، که چیرته د متحده عربي اماراتو قوانین تر پښو لاندې شي، دغه خلیجي هیواد کولی شي له یوه وګړي څخه بیرته تابعیت هم واخلي.