1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوډان د ولسمشر پرضد د احتجاجونو لړۍ دوام لري

۱۳۹۷ دی ۲۰, پنجشنبه

د سوډان د ولسشمر، عمر البشیر پرضد د احتجاجونو په دوام کې د پولیسو د ویناوو له مخې بیا درې تنه وژل شوي دي. په عین وخت کې البشیر د خپلو پلویانو د ملاتړ په لټه کې دی څو له لسیزو راهيسي خپلې واکمنې ته دوام ورکړي

https://p.dw.com/p/3BJYH
Sudan Rede von Präsident Omar al-Bashir
انځور: Getty Images/AFP/A. Shazly

د سوډان د پلازمینې په گاونډي ښار «اوم دورمان» کې د چهارشنبې په ورځ بیا مظاهرې وشوې. د پولیسو یو ویاند د خلکو دغه احتجاج یوه «غیرقانوني اجتماع» وگڼله. پولیسو د مظاهره کونکو پرضد له اوښکې بهیونکي گاز څخه کار واخیست. د نوموړي ښار د یوه روغتون ډاکتران وايي دغه کلینک هم د دغه گاز هدف وگرځيد او سر بیره پر دې په ډزو هم لاس پوری شوو.

وروسته چارواکو ته د درو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ. د پولیسو ویاند دا ونه ویل چې دغه کسان څرنگه وژل شوي دي. هغوی دومره وویل: «موږ په دې هکله  پلټنه کوو.» د ډاکترانو د ویناوو له مخې یوه ورځ مخکې هم یو تن وژل شوی وو او شپږ تنه نور ټبیان شوي ول.  په ټولنیزو شبکو کې د احتجاجونو انځورونه او ویدیو گانې خپرې شوي دي، چې پکښې مظاهره کونکي د « آزادۍ» شعارونه ورکوي، څرنگه چې د یوه هالندي فعال په ویدیو کې لیدل کیږي.

البشیر بهرني قدرتونه مسوول گڼي

خو د سوډان ولسمشر عمر البشیر په پلازمېنه خرطوم کې د خپلو پلویانو له خوا لمانځل کیږي. هغه وعده وکړه چې د احتجاجونو  سره سره به پر قدرت پاتې شي. البشیر وویل: «هغه کسان چې غواړي قدرت ته ورسیږي، یوازنۍ لار یې د خلکو رائیو ته مخ اړول دي! هغه هم د آزادو او عادلانه انتخاباتو له لارې». البشیر په سوډان کې له ۱۹۸۹م کال راهيسي په مطلق العنان ډول حکومت کوي. هغه تل په انتخاباتو کې بیا بیا ټاکل شوی دی، هغه انتخابات چې د هغه مخالفین یې نه آزاد او نه هم عادلانه گڼي.

Sudan Proteste in Omdurman
انځور: Reuters/social media/Haitham Seo

په اوسني وخت کې حکومت هڅه کوي چې د البشیر واکمنۍ د هغه څه څخه زیاته اوږده کړي چې اساسي قانون یې اجازه کوي. حکومت غواړي چې په دغه اساسي قانون کې بدلون رامنځ ته کړي. احتجاج کوونکي حکومت «غل» او د «توطئو طراح» گڼي. خو البشیر د دغو احتجاجونو ملامتیا پر بهرنیو قدرتونو اچوي. هغه د خپل واکمن گوند له خوا جوړې شوې غونډي ته وویل: «پوځي بغاوتونه وشول ، جگړې وشوې. هغوی پر موږ باندي اقتصادي بندیزونه ولگول، هغوی غواړی په ناڅیزو غنمو، بنزین او ډالرو سره موږ سپک کړي.» البشیر خپلو پلویانو ته وویل: «خو زموږ ویاړ تر ډالرو زیات دی.»

د بشري حقونو سازمانونه: له ډسمبر تر اوسه ۴۰ کسان مړه

په سوډان کې د دسمبر له ۱۹ راهيسي د عمر البشیر حکومت پرضد خلکو په احتجاجونو لاس پورې کړی دی. د دغو احتجاجونو لامل دا دی چې حکومت پلان لري د بنزین او وچې ډوډۍ بیه ډيره لوړه کړي، څو د سوډان د کمزرې مروجې پیسې او د انفلاسیون مخه ونیسي.

وچه ډوډۍ د سوډانیانو د خوراک مهمه برخه ده. حکومت د ۲۰۱۸م کال په پیل کې د غله جاتو واردول خصوصي سکتور ته پریښود. له هغه وخت راهيسي د وچې ډوۍ بیه وار په وار لوړیږي.

رویترز خبري آژانس د یو مظاهره کونکي له خولې لیکلي: «موږ خپل ورځنی خوارک پوره کولای نه شوو. موږ به تر هغه پوري خپل احتجاج ته دوام ورکړو چې د البشیر حکومت رانسکور شي.»

حکومت وايي چې تر اوسه پورې ۱۹ کسان وژل شوي. خو د بشري حقونو سازمانونه د څه ناڅه ۴۰ تنو وژل کیدو خبره کوي. له مظاهره کونکو سره د سوډان د حکومت چلند په نړیواله کچه غندل شوی. بریتانیا، کاناډا، ناروې او امریکا متحده ایالاتو د مرگ ژوبلو د لاملو د روښانتیا له پاره غوښتنه کړې او گواښ يې کړې چې دا به له سوډان سره اړیکې اغیزمنې کړي.