د سعودي عربستان شهزداګۍ د محکومیدو له ګواښ سره مخامخ ده | آلمان او نړۍ | DW | 10.07.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

د سعودي عربستان شهزداګۍ د محکومیدو له ګواښ سره مخامخ ده

د یوه رپوټ له مخې په پاریس کې د یوه نلدوان د تحقیر او پر وړاندې یې د زور زیاتي په تور د سعودي عربستان یوه شهزادګۍ د محکومیدو له ګواښ سره مخامخ ده.

د فرانسې خبري آژانس په یوه رپوټ کې راغلي دي چې د فرانسې څارنوالۍ د شهزادګۍ حصه بنت سلمان، له پاره د شپږو میاشتي تعلیقي بند او ۵۰۰۰ یورو جریمې غوښتنه کړې ده. د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان خور د قضایي تحقیقاتو په جریان کې حضور نه لري.

د رپوټ له مخې د شهزادګۍ د ساتونکي راني سعیدي، له پاره څارنوالۍ د اتو میاشتو بند او ۵۰۰۰ یورو جریمې غوښتنه کړې ده. د ۴۲ کلنې شهزداګۍ پر وړاندې چې د نیولو حکم یې صادر شوی د محکمې حکم د سپتمبر میاشتې په ۱۲ نیټه اعلانیږي.

نلدوان اشرف عید، چې په مصر کې زیږیدلی دی ادعا کړې ده چې دی د شهزادګۍ په امر د هغې د ساتونکي له خوا وهل او تحقیر شوی دی. د هغه په خبره د دې قضیې سبب یو عکس وو: عید باید د ۲۰۱۶م کال په سپتمبر میاشتې کې د پاریس په لویدیځه څنډه کې د شهزادګۍ په عصري کور کې ترمیمي چارې تر سره کړی وای. د هغه د خپلو معلوماتو له مخې د هغه تشناب انځور یې واخیست چې دستشوی باید پکې ترمیم شوي وای. زیاته شوې ده چې شهزادګۍ چې په دغه وخت کې تشناب ته ورننوتله، پر ده یې تور ولګاوه چې د آینې له مخې یې انځور اخلي څو پر رسنیو یې وپلوري. دغه کسبګر زیاته کړې چې خپل ساتونکي ته شهزادګۍ د ده د وهلو امر وکړ.

عید چې په د قضایي چارو په جریان کې حاضر نه وو تحقیق کوونکو ته ویلي دي چې دی باید په تړلو لاسونو په ګونډه شوی وای او د شهزادګۍ پښې یې ښکلې کړي وای. د هغه په خبره څو ساعته وروسته یې بیا د اپارتمان د پریښودولو اجازه تر لاسه کړه.

خو د شهزادګۍ ساتونکي بیا محکمې ته بیخي بل ډول جریان وړاندې کړې دی. هغه ويلي دي: «ما د شهزداګۍ غږ واورید چې د مرستې له پاره یې نعرې وهلي.»

زیاته شوې ده چې دی بیا کوټې ته ورننوت او ویې لیدل چې شهزداګۍ او عید د کسبګر د ګرځنده تلیفون په سر په شخړه بوخت دي: «ما هغه ونیو او تر کنترول لاندې مې راوست. زه نه پوهیدم چې څه يې کړي.»

د شهزادګۍ پر وړاندې فزیکي تاوتریخوالي ته د لمسون او د آزادۍ د سلبولو له مخې د اقامې دعوا شوې. پر دې سربیره کسبګر پر شهزادګۍ د غلا تور پورې کړی دی، ځکه چې په خبره یې شهزادګۍ ترې ګرځنده تلیفون اخیستی او هغه یې مات کړی دی. ساتونکی سعیدي باید د وسلې په مرسته د تاوتریخوالي او آزادۍ د سلبولو له پاره محکمې ته ځواب ووایي.

څارنوالې د نلدوان د ګرځنده تلیفون د ویجاړولو له کبله خواښينې ښوولې ده. هغې ویلي دي: «موږ به هیڅکله پر دې پوهه نه شو، چې په دغه انځور کې څه وو.»

په عین وخت کې هغې د شهزداګۍ د غوسه کیدو په هکله هم تفاهم ښوولی: «له اته کلنۍ راهیسې، هیچا د هغې انځور نه دی اخیستی.»

دا هم ویل شوي دي چې تاوتریخوالی ښايي ځکه هم رامنځ ته شوی وي چې دغه کسبګر کیدای شوای د سعودي عربستان یو دښمن لکه د داعش ډلې غړی وای.

 

اعلان