د سایبریا په ځنگلونو کې اوس هم اور بل دئ | دويچه ويله پښتو | DW | 28.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د سایبریا په ځنگلونو کې اوس هم اور بل دئ

د سایبریا په ځنگلونو کې اوس هم اور بل دئ. د راپورونو له مخې په ځنگلونو کې د اور لگیدنې له امله دغه سیمه تر سخت لوگې لاندې شوې ده او ډیر شمیر ځنگلونه هم سوځیدلې دي.

شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د اور د وژلو په هڅه کې دي خو د سختو بادونو له امله د یو شمیر ستونزو سره لاس او گریوان دي. د راپورونو له مخې په یو شمیر کلیو کې کورونه هم سوځیدلي دي او په ځینو سیمو کې ودانۍ د سوځیدو له خطر سره مخامخ دي. لا تر اوسه پورې د مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

اړوند مطالب