د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ | ځانگړي مطالب | DW | 14.08.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

ځانگړي مطالب

د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

سل کاله دمخه د زمري مياشتي پر ۲۸مه امان الله خان په دې وتوانيد چي له بريتانيا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړي.

د يو شمير تاريخ پوهانو په خبره د افغان ولس، د خپلواکۍ غوښتني بهير، د امير حبيب الله خان له وخته پيل سوی وو.

خو د حبيب الله خان تر مړيني وروسته، د هغه زوی امان الله خان د خلکو په سرښندنې او مېړاني سره بريتانيا ته ماته ورکړه. په داسي حال کي چي، زيات شمير هيوادونه لا د بريتانيا تر استعمار لاندي ول خو افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه او نوم يې د خپلواکو هيوادونو په کتار کي راغی.

د افغانستان د علومواکاډمۍ غړي استاد حبيب الله رفيع وايي چي، خپلواکي يو نعمت دی او دا نعمت انګريزانو د افغانستان نه سلب کړی وو: «مشروطه غوښوتونکو مبارزې وکړې او قربانۍ يې ورکړي او روشنفکران راپاڅېدل او امان الله خان يې خپل پاچا اعلان کړ او ورسره يې د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه. خو انګريزانو خپلواکي و نه منله او جګړه شروع سوه. انګريزانو ماته وخوړه او مجبور سول چي متارکه وکړه او له متارکې نه وروسته د افغانستان خپلواکي ومني.»

د تاريخ پوهانو په وينا افغانستان د امان الله خان په وخت کي په سياسي، ټولنيزو او اقتصاد برخوکي ډير پرمختګونه وکړل.

امان الله خان يوشمېر رغنده پروګرامونه او ځيني قوانين جوړکړل چي، په هغه وخت کي د اصولنامې په نامه ياديدل، هغه دوولسو اروپايي هيوادونو ته سفر وکړ او د بهرنيو مېلمنو له پاره يې د دارالمان ماڼۍ جوړه کړه.

د امان الله خان په وخت کي د ژوند په ټولو ساحو کي پرمختيايي پروګرامونه پيل سول، مثلاً د معارف او مطبوعاتو په ساحه کي، ټول هيواد ته اخبارونه وغځول سول، ښوونځي جوړ سول. دغه راز د اقتصاد، ماليې او بودجې په برخو کي قانونونه جوړل سول.

د تاريخ پوهانو په خبره امان الله خان تر لس کلن سلطنت وروسته د انګرېزانو له خوا جلا وطنۍ ته مجبوره سو او بل هغه نه غوښتل چي د افغانانو ويني توی سي.

په هر هيواد کي د خپلواکۍ ورځ تر ټولو مهمه ورځ وي او ډيره ښه لمانځل کيږي.

په افغانستان کي به د اسد ۲۸ هم هرکال په ډيرو ښو مراسيمو سره لمانځل کېده چي تقريباً په ټولو ولاياتو کي به جشنونه جوړېدل او خلکو به خوشالۍ کولې.

په ځينو ولاياتو لکه کندهار کي به د دې ورځي په وياړ حتي درې ورځي جشن جوړېدی او د ازادۍ سندري او ترانې به په هر دکان او سماوارکي اورېدل کېدې.

سږکال ولسمشر اشرف غني ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې ده چي دغه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۰مه کليزه په شاندارو مراسمو سره ولمانځي.

ن.ز