د دوحې غونډه لغوه سوې که ځنډېدلې ده؟ | افغانستان | DW | 19.04.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

د دوحې غونډه لغوه سوې که ځنډېدلې ده؟

داسي ښکاري چي په قطر کي دي د افغانستان د هيئت او طالبانو د استازو ترمنځ پلان سوي «بين الافغاني» خبري لغوه سوي وي. افغان حکومت يې د لغوه کيدو خو قطر يې د ځنډيدو خبره کوي.

په قطر کي د شخړي او بشري څېړنو د مرکز مسئول سلطان برکات چي د دغه په اصطلاح «بين الافغاني» کنفرانس چاري ور ترغاړه دي، ويلي دي چي دغه کنفرانس ځنډېدلی دئ. هغه ويلي دي: «لومړی بايد دا روښانه سي چي په دغه کنفرانس کي څوک گډون کوي.»

خو د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي د دوحې غونډه د قطر د حکومت له خوا لغوه سوې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ويبپاڼه کي په خپره سوي اعلاميه کي راغلي دي: «وروسته له هغه چي د هيئت د تگ ټولي تیارۍ بشپړي سوې په تعجب سره باید ووایو چې پرون شپه له قطر څخه یو نوی ليست چي د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخي وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامۍ په مانا وو، راوستول سو چي دغه کار د افغان ولس له پاره د منلو وړ نه و.»

په اعلاميه کي زياته سوې ده: «دا چي د قطر حکومت په دې ونه توانید چي زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ.»

د افغانستان د سولي د خبرو اترو له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد پر خپل تويتر د دغه کنفرانس د ځنډيدو په اړه ناهيلي ښوولې. هغه ويلي دي چي ټول گډونوال بايد په غونډه کي د گډون کوونکو پر ليست موافق سي.

افغان حکومت د تيري سه شنبې په ورځ په دوحه کي د طالبانو له استازو سره د «بين الافغاني» خبرو له پاره د افغانستان د هيئت ۲۵۰ کسيز ليست اعلان کړ. خو طالبانو هغه رد کړ او ويې ويل چي «په قطر کي واده نه، بلکي يو کنفرانس دی.»

N.Z/S.N (AFP,gov.af)

DW.COM

اعلان