د دریم مقام له پاره د افغانستان او پاکستان لوبه ونه شوه، خو پاکستان دریم شو | لوبي | DW | 01.02.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

لوبي

د دریم مقام له پاره د افغانستان او پاکستان لوبه ونه شوه، خو پاکستان دریم شو

د کرکیټ تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو په نړیوال جام کې افغانستان او پاکستان د دریم مقام له پاره سره لوبه کړې وای، خو دغه لوبه د باران له کبله لغوه شوه. دا چې پاکستان په ګروپي سیالیو کې مخکې وو، نو دغې لوبډلې دریم ځای خپل کړ.

پاکستان او افغانستان دواړه په D ګروپ کې ول او په ګروپي سیالیو کې پاکستان تر افغانستان مخکې وو او له همدې کبله د دریم مقام ګټونکی اعلان شو.

افغانستان او پاکستان تر دې مخکې هم د جنورۍ په ۱۳مه د نړیوال جام د ګروپي سیالیو په ترڅ کې لومړۍ لوبه وکړه او هغه وخت افغان لوبډلې پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړې وه. تمه کیده چې افغانان به د دریم مقام پر سر سیالي هم وګټي، خو دغه لوبه د باران له کبله ترسره نه شوه.

تر ۱۹ کلونو د کم عمر لرونکو په روان جام کې افغانستان تر نیمه پای لوبې پورې ډیر ښه ځلیدلی وو، خو د نیمه پای لوبې مرحله کې یې له استرالیا څخه په شپږو ویکټو ماتې وخوړه. پاکستان هم په همدې پړاو کې هندوستان ته د ۲۰۳ منډو په توپیر لوبه بایللې وه. د سږني نړیوال جام پای لوبه د فرورۍ په دریمه نیټه د آسترالیا او هندوستان د لوبډلو تر منځ کیږي.