د حکومت او قضايه قوې په وړاندي د ولسي جرگې دريځ وويشل سو | افغانستان | DW | 25.07.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د حکومت او قضايه قوې په وړاندي د ولسي جرگې دريځ وويشل سو

د ولسي جرګي د نن ورځي عمومي غونډه هغه مهال د وکيلانو ترمنځ پر ناندريو واوښته، چي د حکومت له خوا د ولسي جرګې پريکړو ته د نه پاملرني له امله د حکومت او قضايه قوې په وړاندي يوه بله ۱۰ ماديزه مصوبه بحث ته وړانده سوه.

د افغانستان پارلمان

د افغانستان پارلمان

په دې مصوبه کي راغلي چي وزيران ، لوي څارنوال او د خپلواکو ادارو رئيسان له ولسي جرګې د باور رايه اخلي او ددې جرګې په وړاندي مسؤل دي، پرهمدې بنسټ دا جرګه کولای سي، چي د خپلو دندو يې هم لري او سلب اعتماد کړي.

دغه راز، د ولسمشر په ګډون هيڅ ځواک د ولسي جرګې د ړنګولو او ددې جرګې په کارونو کي د لاسوهني حق نه لري.

مصوبه زياتوي، څو چي د ولسي جرګي له خوا د ستري محکمې سلب اعتماد سوي غړي له دندو نه وي ګوښه سوي، ددې محکمې ټولي پريکړي بې اعتباره دي.

د ولسي جرګي دوهم مرستيال احمد بهزاد پرهمدې مصوبې ټينګار وکړ. خو يو شميرغړيو بيا وويل چي د مصوبي دغه متن څو وکيلانو برابر کړی او د رئيسانو کمېټه په دې برخه کي واک نه لري، چي دغه راز مصوبه په عمومي غونډه کي تر بحث وړاندي چمتو کړي.

د جرګي غړي جعفر مهدوي ددغه راز خپلسرو مصوبو جوړول د نظام په وړاندي دسيسه وبلله او زياته يې کړه چي په حکومت او ولسي جرګي کي دننه داسي کړۍ سته چي غواړي اوسنی نظام ړنګ کړي.

د ولسي جرګي نننۍ عمومي غونډه د وکيلانو ترمنځ په ناندريو او د نصاب د نه پوره کيدو له امله بې پايلي پای ته ورسيده.

د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ کړکيچ هغه مهال زور واخيست، چي د ټاکنيزو دوسيو څيړلو په موخه جوړي سوي ځانګړي محکمې ددې جرګې ۶۲ وکيلان په درغليو تورن او له جرګي څخه يې د ايستلو ترڅنګ ددوی د محاکمې غوښتنه وکړه.

ولسي جرګې د ځانګړي محکمې د همدي پريکړي په غبرګون کي لوى څارنوال محمداسحاق الکو سلب اعتماد کړ او د ستري محکمې د رئيس عبدالسلام عظيمي په ګډون يې د ستري محکمي د عالي شورا د پنځو غړو له دندي د ګوښه کيدو پريکړه وکړه.

د ولسي جرګي رئيس عبدالرووف ابراهيمي ددې جرګې په غونډه کي وويل، چي د جرګې ١٥کسيز پلاوى به نن د وروستي ځل له پاره د يادو موضوعاتو او په سر کي د ځانګړي محکمې د لغوه کيدو په اړه له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM