1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورسعودي عربستان

د حج په مراسمو کې د مړو شمېر له زرو اوښتي

۱۴۰۳ تیر ۳, یکشنبه

په سعودي عربستان کې د سږکال حج مراسمو په جریان کې د مړو شمېر له زرو واوښت. سږکال د حج فریضې ادا کولو په کلني مراسمو کې د ټولې نړۍ نژدې دوه ميلیونه مسلمانانو ګډون درولود. تر ټولو ډېر مړه شوي، مصریان دي.

https://p.dw.com/p/4hPGj

رويټرز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ د خپلو تازه راټولو شوو ارقامو پر اساس خبر ورکړ چې په سعودي عربستان کې د سږکال حج مراسمو په جریان کې تر دا مهاله د مړه شوو زیارت کونکو شمېر لږ تر لږه ۱۱۱۴ تنو ته پورته شوی دی.

خبري سرچېنې د حاجيانو د مړينې عمده لامل په سعودي عربستان کې شديده ګرمۍ بولي. په وروستیو ورځو کې په سعودي عربستان کې د مړه شوو حاجيانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوړېدو په حال کې دی.    

په مړه شوو کسانو کې تر ټولو ډېر د مصر اوسيدونکي دي. د سعودي عربستان د امنیت او عامې روغتیا چارواکو د یکشنبې په ورځ وويل چې د مصري اتباعو د مړو شمېر ۶۷۲ ته پورته شوی او ۲۵ نور لادرکه دي.

د اندونیزیا حکومت بیا ويلي چې د حج مراسمو په جریان کې يې ۲۳۶ اتباع مړه شوي دي. هندوستان بیا د حج په سږنیو مراسمو کې د خپلو ۹۸ تنه اتباعو د مړينې خبر ورکړی دی.

تونس، اردن، ایران او سینګال هم د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې ډېر اتباع ېې مړه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت د ویب پاڼې پر اساس، افغانستان سږکال ۲۷ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو له پاره سعودي عربستان ته استولي دي.

(Reuters) mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب