1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي اړيکو په پلمه د طالبانو ملګرې قاتلې ښځې

۱۳۹۹ آذر ۲, یکشنبه

ښځينه قاتلې چې يو افغان امنيتي چارواکی يې د جنسي اړيکو په پلمه ځان ته جلب کړ چې په پايله کې يې په ډزو وواژه. دغه حيرانونکی داستان د فرانسې خبري اژانس افشا کړی دی.

https://p.dw.com/p/3lfiY
Afghanistan Frau mit Burka
انځور: Getty Images/M. Hossaini

په داسې حال کې چې ډېر مخافظه کار او اسلام پال طالبان ښځې د ژوند له بېلو ساحو بې برخې کوي، چې د کار او روزګار ډګر پکې هم شامل دی، خو هغوی له ښځو څخه د قاتلينو په توګه له استفادې څخه بيا درېغ او ډډه نه کوي. مژګان او د هغې خاله نسرين په سپتمبر مياشت کې د زندانيانو په وروستۍ تبادله کې له زندانه راووتې.‌ هغوی دواړو تر مخه اعتراف کړی وو چې د طالبانو د تاوتريخجنې حقاني شبکې غړيتوب يې درلود. دغه ښځې د مرګ له حکم سره مخامخ وې، ځکه چې ډېر کسان يې وژلي دي. د هغوی په جمله کې د افغاني‌ استخباراتو يو غړی هم وو چې دوی په خپل کور کې وژلی وو.‌‌‌

«د تن پلورنې په پلمه د قتل عمل»

يوه امنيتي چارواکي‌ د فرانسې خبري‌ اژانس ته ويلي دي چې د نسرين د لور مژګان څخه يې د تن پلورنې په پلمه د طالبان د يوه قوماندان په امر کار واخيست. ورپسې يې هغه قرباني سړی چې يو امنيتي چارواکی وو،‌ په ډزو وويشت او مړی يې په يو اوسپنيز صندوق کې کښېښود چې يې وروسته په ځایي هديره کې شا ته پرېښود. دغه خبره د اړوندې جرمي دوسيې څخه څرګنديږي. د فرانسې خبري اژانس داسې اسناد ليدلي دي چې له مخې يې يادې ښځې په ډېرو قتلونو کې لاس لري چې نه يوازې د مرګونې لومې په توګه له خپل بدن څخه پکې ګټه اخلي، بلکې په سړه وينه د خلکو وژنه هم تر سره کوي. د وژل شوو کسانو په جمله کې د دوی ځينې خپلوان هم راځي.‌ د دوی د کورنۍ دوه نارينه غړي چې د پوليسو دنده يې لرله، د دغو ښځو په لاس ووژل شول. يو تن مسموم او بل د نښلېدونکي بم په واسطه چې په موټر کې يې ځای پر ځای شوی وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ. د افغانستان په لسيزو اوږدو جګړه کې ډېره معموله خبره ده چې خپلوان د شخړې په مخالفو لورو کې سره قرار ولري.

پر زيارت او پوليسو بريدونه

د دوی د جرمونو په ليست کې دا خبره هم راغلې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې تر نيول کېدو د مخه يې د مژګان له مېړه سره يو ځای په يوه زيارت او د پوليسو په يوې حوزې باندې د لاسي بمونو او ډزو مرګوني بريدونه تر سره کړي دي. مژګان په داسې يوه ويډيو کې چې چارواکو د هغې د خوشې کېدو تر مخه ثبت کړې ده، ويلي دي: «زه د قتل، يرغمل نيونې او له حقاني شبکې سره د همکارۍ په تور بندي شوم.» د هغې په خبره به هغه هيڅکله بيا له دغې ډلې سره بېرته يو ځای نه شي. دا يوه استثنايي خبره ده چې ښځې د طالبانو په بريدونو کې ونډه ولري. د ۵۰۰۰ خوشې شوو طالبانو په لړ کې چې د زندانيانو د تبادلې له مخې له افغاني زندانونو څخه آزاد شول، يوازې ۵ تنه يې ښځې وې. آشلي جېکسن چې د «اوورسيز ديويلوپمنټ انستيتوت» په نوم د فکري مرکز يوه شنونکې ده، وويل چې د دغسې قضيو په هکله يې تر اوسه «تقريبا هيڅ‌ نه دي اورېدلي.» د هغې په خبره «د طالبانو ارزښتونه او ايډيالوژي ښځې په کلکه سره د کور پر فضا پورې محدودوي.»

نسرين او مژګان د تر ټولو خطرناکو زندانيانو په فهرست کې

نسرين او مژګان د تر ټولو خطرناکو زندانيانو په وروستۍ ۴۰۰ کسيزه جوپه کې وې. سره له دې چې طالبانو د هغوی په خوشې کېدو ټينګار کاوه، خو د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، ويلي دي چې هغوی «د طالبانو د کورنيو عادي غړې» ‌دي چې د متحده آيالاتو د عملياتو پر مهال نيول شوې وې. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې «طبعا د فاميليونو ښځينه غړې هم راسره همکاري کوي… خو ښځې په عملياتو کې د برخې اخيستنې له پاره نه شامليږي،‌ نه جذبيږي او داسې امر هم ورته نه کيږی.»

يوه دريمه ښځه چې د طالبانو د زندانيانو په ډله کې آزاده شوې ده، نرګس نوميږي چې يوه ايرانۍ ده. هغې افغان تابعيت اخيستی او له يوه افغان سره تر واده وروسته يې د پوليسې دنده پيل کړې وه. هغه په ۲۰۱۲ کال کې په کابل کې د متحده آيالاتو د پوليسو د يوه روزونکي په وژنه محکومه شوه. د چارواکو په خبره دغه پېښه د يوې ښځې له خوا لومړۍ داخلي حمله وه. طالبانو دا هم ويلي دي چې دوې نورې ښځې هم د آزادو شوو بنديانو په ډله کې وې چې اوس خپلو کورنيو ته ستنې شوې دي.

AFPE / AFPE