1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکي اتباع دې امریکا ته د سفر په برخه محتاطه اوسي»

۱۳۹۶ دی ۲۳, شنبه

ترکیې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د امریکا له سفر څخه دې ډډه وکړي، ځکه کیدای شي هلته په غیرقانوني ډول ونیول شي. او که سربیره پر دې یې دغه هیواد ته د ورتګ پریکړه کړي وي نو باید له ډیر احتیاط څخه کار واخلي.

https://p.dw.com/p/2qnh9
Symbolbild USA Türkei Beziehungen (Ausschnitt)
انځور: Imago/imagebroker

د ترکیې د حکومت له خوا د امریکا په تړاو دغه ځوابي اقدام د ناټو په تړون کې د شاملو دغو دواړو هیوادونو تر منځ د وروستیو اختلافاتو په غبرګون کې رامنځته کیږي.

مخکې تر دې په روانه اونۍ کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا هغو امریکایې اتباعو ته چې ترکیې ته د سفر کولو اراده لري خبرداری ورکړل شوی وو چې ښه به وي ترکیې ته سفر ونه کړي، ځکه کیدای شي دوی د تروریزم او نیول کیدو له خطر سره مخامخ شي.

ترکیه په ناتو اتحاد کې شامل واحد اسلامي هیواد او په منځني ختیځ کې د امریکا یو مهم متحد دی. خو په دې وروستیو کې د مختلفو مسائلو له امله د انقرې او واشنګټن تر منځ اړیکې خړې شوې دي.

په دې مسائلو کې په امریکا کې د یوه ترکي بانکدار او سوداګر نیول کیدل چې د ایران پر وړاندې له لګول شویو بندیزونو څخه د سرغونې په جرم نیول شوی. همدارنګه د ترکیې حکومت ته د دیني واعظ فتح الله ګولن د سپارل کیدو په اړه له امریکا څخه د انقرې غوښتنه هم په دې مسائلو کې شامل دی.

د ترکیې حکومت فتح الله ګولن په ۲۰۱۶ م کال کې په دغه هیواد کې د ترسره شوی ناکامې کودتا مسئول بولي، په داسې حال کې چې ګولن بیا دغه تورونه ردوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپاره شوي خبرداري په حواله «امریکا ته سفر کونکي ترکي اتباع د داسې منابعو د شهادتونو په حواله په غیرقانوني ډول د نیول کیدو له ګواښ سره مخامخ کیدای شي، کوم چې هیڅ عزت نه لري». د ترکیې سوداګر د نیول کیدو په قضیه کې د یو شمیر پخوانیو ترکي چارواکو له خوا د دغه سوداګر د فساد په اړه شاهدۍ هم شاملې وې.