د بوش په عقيده افغانستان سختي ورځي په مخ کي لري | افغانستان | DW | 15.12.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د بوش په عقيده افغانستان سختي ورځي په مخ کي لري

د امريکا جمهوررييس جارج بوش د دوشنبې په ورځ د طالبانو په مقابل کښي د نړۍ والې ټولنې پرمختګونه ستايلي دي .

د امريکابرحاله جمهوررييس جورج بوش

د امريکابرحاله جمهوررييس جورج بوش

خو ده دا هم ويلي دي چي په افغانستان کي د خارجي متحدو ځواکونو په مخکي د ترهګرۍ پرضد په جګړه کي لا ډيري سختي ورځي پاته دي .

د امريکا جمهوررييس په خپلو خبرو کي د امريکا هغه ژمنه بيا تکرار کړېده چي په افغانستان کي به د يوې دوامداره ډيموکراسۍ په راوستلو کي مرسته کوي . نوموړي دا خبري پداسي حال کي کړيدي چي په افغانستان کي وضع تر پخوا ناکراره سوېده او بل داچي په راتلونکو پنځواونيو کي دده د اولس مشرۍ دوره پای ته رسېدونکې ده.

بوش ناببره د دوشنبې په ورځ سهار وختي افغانستان ته ولاړۍ . ددې څخه تر مخه دامريکا اولس مشر عراق ته تللی ؤ. په افغانستان کي ښاغلي بوش د افغانستان د اولس مشر حامد کرزي او نورو چارواکو سره ليدلي دي. دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان حکومت او نړۍ واله ځواکونه په افغانستان کي د وسله والو طالبانو او القايدې د مخ پر زياتېدونکې جګړې سره مخامخ دي .

د جمهوررييس کرزي سره په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي د امريکا اولس مشر بوش وويل چي په افغانستان کي تر اوسه لا سخت چلنجونه پاته دي .

خو ده علاوه کړه چي د 2001 مېلادي کال په پرتله بېله شکه او شبهې په افغانستان کي وضع ښه سوېده. اوه کاله ترمخه د امريکا په مشرۍ نړۍ والو ځواکونو پرافغانستان د بريد په ترڅ کي د طالبانو رژيم ړنګ کړې ؤ.

داولس مشر کرزي سره د ګډ خبري کنفرانس ترمخه ښاغلي بوش په افغانستان کي د امريکايي ځواکونه څخه ليدنه وکړه او وې ويل : موږ د ستراتيژيکي او اخلاقي مسؤليتونو پر بنسټ د يوه سوکاله ، آرام او ډيموکراټيک افغانستان غوښتونکي يو. موږ به دافغانستان د خلګو سره په بريا ترلاسه کولو کي کومک کوو. اوکه دغه کار هر څونه وخت هم نيسي موږ يې پروا نه کوو.

کله چي ښاغلی بوش د بګرام و هوايي ډګر ته ورسېدی نو نوموړي و خپلو ځواکونو ته په وينا کي داخبره ومنله چي په افغانستان کي د ډيموکراسۍ بسنټ ايښودل آسانه کار نه، بلکه داکار به لا ډير وخت ونيسي . نوموړي زياته کړه: موږ غواړو چي په افغانستان کي د راتلونکو نسلونو دپاره د ډيموکراسۍ اساس کښيږدو.

جمهوررييس بوش د افغانستان څخه تر مخه په يو نا اعلان سوي سفر سره عراق ته تللی ؤ، چيري چي ده د عراق د جمهوررييس جلال طلباني او صدراعظم نور ي ال ماليکي سره وليدل .

بوش به د جنورۍ پر شلمه نېټه د امريکا د اولس مشرۍ چوکۍ نوي ټاکل سوي جمهوررييس باراک اوباماته پريږدي . جګړه ځپلو هيوادو عراق او افغانستان ته د ښاغلي بوش سفر د جمهوررييس په حيث دده وروستی سفر بلل کيږي .

د عراق څخه و افغانستان ته پر لاري په خپله الوتکه کي ښاغلي بوش د افغانستان د خرابېدونکي وضعي په هکله وويل چي هو په افغانستان کي تشدد زيات سوی دی او همدا وجه ده چي بايد په افغانستان کي دخارجي سرتيرو شمېر نور هم ډير سي .خو ددې ترڅنګ ده د خارجی ځواکونو دا يوه بريا وبلل چي دده په وينا اوس يې د طالبانو او القايدې سره هلته جګړې او عمليات پېل کړي ،چيري چي تر مخه عمليات نه تر سره کېدل .