1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بلجيم حکومت د مهاجرو د اخراج په رسوايي کي ښکېل دی»

۱۳۹۶ دی ۲۲, جمعه

د بلجيم حکومت په بحران کي راګير دی. ځکه هغوی په احتمالي توګه د پناه مستحق سوډانيان يې د سوډان رژيم ته سپارلي دي. دغه موضوع ائتلافي حکومت په لويه لانجه اوښتلای سي.

https://p.dw.com/p/2qkCs
Brüssel Inoffizielles Zeltlager für Flüchtlinge im Parc Maximilien
انځور: Reuters/Y. Herman

ډېر کم وختونه د يو حکومت له پاره د بحران د پېل اصلي لامل او ځای په ګوته کېدلای سي. خو د بلجيم د اوسني ائتلافي حکومت د بحران او لانجې ځای ډېر دقيق معلوم دی. دا د بروکسل ماکسيميلين پارک دی، چي له ۲۰۱۵م کال راهيسي ورته په دوامداره توگه مهاجر راځي. په دغه پارک کي تقريبا هميشه په سونو مهاجر موجود وي.

دغه پارک د زياتو بلجيمي وګړو له پاره د دې يوه نخښه او سمبول دی چي حکومت يې د مهاجرو د بحران په قابو کولو کي سخته ماته خوړلې ده. کيدای سي چي له همدې کبله لومړی وزير کارلس ميکل خپله چوکۍ له لاسه ورکړي.

پر لومړي وزير کارلس ميکل تور دی چي حکومت يې د سوډان هغه وګړي چي د پناه غوښتنې په مقصد دغه هيواد ته راغلي ول، د سوډان د ولسمشر عمر حسن البشير رژيم ته سپارلي دي. ويل کيږي چي دغه مهاجر شکنجه او تعقيب سوي او يا حداقل د بلجيم حکومت د هغوی په اخراج سره دغه ګواښ منلی دی.د بلجيم په پارلمان کي اپوزيسيون د يادو مهاجرو اخراج هېښ کوونکی بللی دی. دا په داسي حال کي چي د لومړي وزير ميکل په حکومت کي ائتلافي ښی اړخي ملتپال ګوند (N-VA) د ۲۰۱۷م کال په مني کي د يادي موضوع په تړاو له سوډان څخه يو پلاوی بلجيم ته را دعوت کړی ؤ. دغه پلاوي د بلجيم حکومت ته د ۴۳ اشخاصو يو ليسټ سپارلی ؤ. د بلجيم حکومت د البشير د رژيم له غوښتل سوو سوډانيانو څخه ۹ په يوه الوتکه کي کښېنول او هغوی يې د سوډان پلازمېني ته اخراج کړل. په اپوزيسيون کي د سوسيالستانو له ګوند څخه جولي فرناندېڅ ويلي دي چي له «ديکتاتورۍ سره دا ډول همکاري» د زغملو نه ده.

د بلجيم حيثيت ته زيان

بلجيم له مني راهيسي په ملګرو ملتونو کي د دايمي غړيتوب له پاره مبارزه پېل کړې ده. د بشري حقونو د يو سازمان (LDH) څخه اليکسيس ديسوېف ويلي دي چي نه يوازي د ملګرو ملتونو د غړيتوب، بلکي په نړيواله توګه بلجيم د يادو مهاجرو د اخراج په اقدام سره خپل حيثيت ته زيان اړولی دی.

تنقيدونه په حکومت کي د برخه وال ښې اړخي ملتپال ګوند پر سياستوال تيو فرانکن کيږي. نوموړی د پناه غوښتنې او مهاجرت له پاره حکومتي وزير دی. پر هغه تور دی چي اصلي مقصد يې دا ؤ چي په پراخه اندازه ځان له مهاجرو څخه خلاص کړي. سوسياليسته سياستواله فرنانديڅ فرناندېڅ وايي چي فرانکن د مهاجرو په اخراج سره د بشري حقونو د تر پښو لاندي کېدو امکان پر ځان منلی دی. دغه سياستواله تور لګوي چي بېله کوم شفافيت څخه د مهاجرو د اخراج ياد عمل د سوډان د ولسمشر البشير سره يو ډول «ناوړه معامله» ده.

Sudan Omar Hassan Ahmad al-Bashir
عمر حسن البشيرانځور: picture-alliance/AA/E. Hamid

د هغې په وينا دا په داسي حال کي چي البشير له ۲۰۰۹م کال راهيسي په نړيواله توګه څارنوالانو ته مطلوب دی او د نيول کيدو نړيوال امر يې پر ځای پاته دی.

ايا اخراج سوي شکنجه سوي دي؟

د منځي ختيځ له پاره د پاليسۍ د فکري خوني کارپوه کورت ديبوف د بلجيم پر حکومت سختي نيوکي کوي. هغه وايي: «دا چي بلجيم د البشير کسان رادعوت کوي په خپل ځان کي يو د نه منلو وړ عمل دی.» ديبوف هغه کس دی چي پلټنې يې د دې لامل سوې چي د بلجيم د حکومت د کار ياد طرز رسوا سو.

دېبوف وايي چي د رسوايي اصلي خبره دا ده چي بلجيم له سوډان څخه پلاوی رادعوت کړی، بې له دې چي پلټنه وکړي چي پکښي شامل کسان څوک دي. دېبوف وايي چي له منابعو څخه يې معلومات تر لاسه کړي چي په ياد پلاوي کي د سوډان د استخباراتو همکاران شامل ول.

کورت دېبوف تور لګوي چي د سوډان د استخباراتو د بلجيم په خاوره کي د بلجيم په اجازه د هغو مهاجرو له ليسټ څخه خپل مطلوب کسان په نخښه کړي چي بايد بلجيم يې ديپورت کړي. دېبوف وايي چي په خپلو مرکو کي يې موندلې چي له بېرته لېږدول سوو مهاجرو څخه يې لږ تر لږه درې داسي کسان دي چي بېرته خپل هيواد ته تر رسېدو وروسته په جسماني توګه د ناوړه چلن قرباني سوي دي. دېبوف وايي چي د شکنجې امکان يې موجود دی.

ښې اړخه ملتپال حکومتي ګوند تورونه نه مني

داسي ښکاري چي د بلجيم حکومت غواړي پر دغه رسوايي وخت تېر سي، بې له دې چي دوی جوابي اقدام وکړي. د پناه غوښتنې او مهاجرت له پاره د بلجيم حکومت دويچه وېله ته وويل چي د يادي قضيې په تړاو يو ځانګړی کميسيون ټاکل سوی دی. د وزارت په وينا تر څو چي ياد کميسيون خپلې پلټنې نه وي بشپړه کړي، پر ياد موضوع د تبصره کولو اړتيا نه ويني.

لومړي وزير ميکل په عيني حال کي د نورو اخراجونو ممانعت کړی دی. خو نوموړي د اپوزيسيون هغه غوښتنه چي اړونده وزير بايد له دندي ليري کړل سي، بېله دې چي خپل حکومت له ګواښ سره مخامخ کړي نه سي منلای. ولي چي که لومړی وزير اړوند وزير له دندي ليري کړي ښايي ښی اړخه ملتپال ګوند له ائتلافي حکومت څخه ووځي.

زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: