د بریتانيا پارلمان تر رخصتۍ مخکې د بوریس جانسن بله ماته | آلمان او نړۍ | DW | 10.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

د بریتانيا پارلمان تر رخصتۍ مخکې د بوریس جانسن بله ماته

د بریتانيا پارلمان تر وخت مخکې انتخاباتو ترسره کولو ته منفي رایه ورکړه. دا په تیره یوه اونۍ کې د بریتانيا د پارلمان په رای ګیرۍ کې د جانسن څلورمه ماته وه، هغه ماته چې د جانسن موقعیت یي لا زیات ستونزمن کړ.

د بوریس جانسن اصلي شعار د روان مهلت په پای یعنې د اکتوبر میاشتې پر ۳۱ نیټه له اروپایي اتحادیي څخه په بشپړ ډول د بریتانيا وتل وو. نوموړي له دې شعار سره د بریتانيا له پخوانۍ لومړۍ تریزا می، څخه د چارو مسئولیت پر غاړه اخیستی وو. د محافظه کاره ګوند د ۲۱ استازو له وتلو سره، چې د بې پروګرامه بریګزیټ او د بریتانيا له موافقې پرته له اروپایي اتحادیي څخه د دغه هیواد د وتلو مخالف وو، جانسن په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړ.

بوریس جانس د دوشنبې په ورځ په تیره یوه اونۍ کې د دویم ځل له پاره تر ټاکلې وخت مخکې د انتخاباتو ترسره کولو غوښتنه وکړه، هغه ټاکنې چې باید له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانيا د وتلو تر مهلت مخکې ترسره شي. له تمې سره سم د پارلمان اکثریت استازو د بوریس جانس له غوښتنې سره مخالفت وکړ.

پر ټاکنو ټينګار

د نظر پوښتنو پر اساس که څه هم په تیرو ورځو کې د بورس جانس محبوبیت کم شوی دی، خو په ټاکنو کې یي د بریالیتوب چانس ډير ارزول شوی دی. په پارلمان کې د اکثریت له لاسه ورکولو په نتیجه کې انتخابات الزمي دي.

د بریتانيا په پارلمان کې د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین، او د اپوزیسیون نور استازي په تر وخت مخکې ټاکنو نظارت سره ستونزه نه لري، بلکې د دوی مخالفت د انتخاباتو د ترسره کولو له وخت سره دی.

کوربین او د بریتانيا له موافقې پرته له اروپایي اتحادیي څخه د دغه هیواد د وتلو نور مخالفين، د بریګزیټ له پاره تر ټاکل شوي مهلت وروسته، د انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه کوي.

د بریتانيا د پارلمان د اکثریت استازو د پریکړې له مخې هر کله چې د بریتانيا حکومت ونه توانیږي د اکتوبر میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې له اروپایي اتحادیي سره موافقې ته ورسیږي، نو له اروپایي اتحادیي څخه د دغه هیواد د وتلو مهلت به د۲۰۲۰م کال د جنورۍ تر۳۱ نیټې پورې وغځول شي. هغه خبره چې د اروپایي اتحادیي له خوا هم باید تائيد شي.

په یوه اونۍ څلورمه ماته

بوریس جانسن د بریتانيا د پارلمان د رخضتیو د پیلیدو په ورستیو ساعتونو کې له یوې بلې ماتې سره مخامخ شو. نوموړي له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانيا د وتلو مهلت غځول بې فایدې ارزولی وو او په دې نظر وو چې د ټاکنو په ترسره کولو او په پارلمان کې د احتمالي اکثریت په ترلاسه کولو سره به، خپله هغه ژمنه ترسره کړي چې ویل یي د اکتوبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې به له اروپایي اتحادیي څخه په بشپړ ډول وتلو ته لاره هواره کړي.

د دوشنبې ورځې په رای ګیرۍ کې جانسن وتوانید ۲۹۳ رای ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې هغه د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو په اړه د خپلې غوښتنې له پاره ۴۳۴ رایو ته اړتیا درلوده.

سربیره پر دې د ملکه الیزابت، تر تائيد وروسته »بې د بریتانيا د موافقې له اروپایي اتحادیي څخه د وتلو د منع قانون« رسمیت ترلاسه کړ. د دې قانون طرحه د تیرې اونۍ په وروستیو ساعتونو کې د بریتانيا په دواړو مجلسونو کې تصویب شوې وه.

جانسن، د دې قانون تر رسمي کیدو څو ورځې مخکې ویلي ول«مرګ ته حاضر» دی، خو له اروپايي اتحادیي څخه د بریتانيا د وتلو مهلت غځولو غوښتنې منلو ته به حاضر نه شي.

اوس د هغه له پاره دوې قانوني لاري موجودي دي. لومړی دا چې د اکتوبر میاشتي تر ۱۹ نیټې مخکې له اروپایي اتحادیي سره موافقې ته رسیدل او دویم دا چې له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانيا د وتلو مهلت غځول.

په دومره لنډه موده کې له اروپايي اتحادیي سره یوې موافقې ته د رسیدلو احتمال د شنونکو له نظره ډیر کم ارزول کیږي. که بوریس جانسن د دغو دوو لارو منلو ته حاضر نه شي، نو یوازنۍ لاره چې هغه ته باقي پاتيږي هغه دا ده چې د لومړي وزیر په توګه له خپل مقام څخه لاس پر سر شي.

په دې صورت کې به د لومړي وزیر په توګه د جانسن دوره د بریتانيا په تاریخ کې د صدراعظمې د تر ټولو کمې دورې په توګه ثبت شي.

wmr,ed,cw (AP, dpa, Reuters, AFP)sn.nz

اعلان