د بایرن ایالت غواړي مستقل سرحدي پوليس جوړ کړي | اروپا ته مهاجرت | DW | 24.03.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

د بایرن ایالت غواړي مستقل سرحدي پوليس جوړ کړي

د آلمان د سويلي ایالت بايرن کابينې د جمعې په ورځ په خپله لمړنۍ غونډه کې وویل چې دغه ايالت غواړي مستقل سرحدي پوليس ولري. دوی همدا ډول غواړي چې د مهاجرت ادارې کارکونکي يې هم ډير کړي.

د بايرن ايالت لمړي وزير مارکوس زودر ويلي دي چې په سرحدي پوليسو کې د زرو پوليسو په شمير نور ځواکونه رامنځ ته کيږي او دغه ځواکونه به وشي کړای په خپلواکه توګه پر پوله کنترول ولري. د قانون له مخې، د ايالتي حکومت له خوا وړانديز شوي تغيیرات باید د مرکزي حکومت له خوا تصويب کړل شي.

په حاضر وخت کې، د آلمان پر سرحدونو د کنترول مسئوليت د فدرالي آلمان پوليس پر غاړه لري. خو دغه فدرالي پوليس د بايرن ايالت د پوليسو همکاري د ځان سره لري.

Bayern - erster bayerischen Kabinettssitzung - Söder (picture alliance/dpa/P. Kneffel)

مارکوس زودر (ښي لور) د بايرن نوی لمړی وزير


سر بيره پر دې، د بايرن ايالت کابينې اعلان وکړ چې د دغه ايالت د «مهاجرت اداره» به زر تنه نور کارکونکي هم په دندو وګماري، خو دغه کارکونکي نشي کولای د مهاجرو د دوسيو په اړه تصميم ونیسي. تصميم د فدرالي ادارې په کچه نيول کيږي. په بدل کې به د نويو مامورينو له استخدام سره، د رد شويو مهاجرو د اخراج بهير چټک کړل شي.



د بايرن په اړه نور ولولې:

په بایرن ایالت کې د کار له لارې د ټولنیز ادغام د پروسې بریا
د آلمان بایرن ایالت پر بشپړ حجاب بنديز تائيد کړ
د آلمان بايرن ايالت د جغرافيايي موقعيت په دليل د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې  د مهاجرت ستر بحران سخت اغيزمن کړ. دغه مسئله د دې لامل شوه چې د بايرن د هغه وخت لمړي وزير هورست زيهوفر او لمړې وزيرې انګلا مرکل تر منځ اختلافات رامنځ ته شي.

زيهوفر چې د(مسيحي سوسيال) ګوند چې د مرکل اتحادي ګوند دی غړی دی چې د آلمان په اوسني نوي ائتلافي حکومت کې د هيواد د کورنيو وزير ټاکل شوی دی. هغه ژمن شوی دی چې پر امنيتي باندي به ډیر تمرکز کوي او د مهاجرت پر قانون کې به ډير جدي اقدامات تر لاس لاندې نيسي.

دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

DW.COM