د ولسمشر جو بايډن له خوا نوي ټاکل شوي د ملي امنيت مشاور، جېک ساليوان، له خپل افغان سيال حمدالله محب سره خبرې وکړې او د متحده آيالاتو له خوا د تړون په برخه کې هغه اراده يې «څرګنده کړه چې غواړي بياکتنه» ورباندې وکړي.
دغه خبره د ملي امنيت د شورا وياندې، اميلي هورن، کړې ده. په خاصه توګه واشنګټن د هغې په خبره غواړي وارزوي چې آيا طالبان «خپلې ژمنې عملي کوي او له تروريستي ډلو سره اړيکې پرې کوي، په افغانستان کې تاوتريخوالی کموي او له افغان حکومت او نورو لوبغاړو سره معنی داره مذاکرات تر سره کوي»، که څنګه.
د هغې په وينا د ملي امنيت نوي مشاور «ساليوان ټينګار وکړ چې متحده آيالات به له کلکو او سيمه يزو ديپلوماتيکو هڅو سره د سولې له بهير څخه ملاتړ وکړي، چې هدف يې له دواړو لورو سره مرسته کول دي چې يوه پايداره او عادلانه سياسي تړون او دايمي اوربند ته سره ورسيږي.»
له کړو پرمختګونو څخه ملاتړ
ساليوان همداراز «د متحده آيالاتو له لوري د سولې د بهير د يوې برخې په توګه د افغانو ښځو، نجونو او لږکيو ډلو له خوا د کړو استثنايي پرمختګونو د ساتنې څخه پر ملاتړ» بحث وکړ. د پنجشنبې په ورځ د بايدن له خوا نومول شوي د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکن د سنا مجلس له خوا د هغه د تائيد غونډې ته وويل چې «غواړي دغه ډېره اوږده جګړه» پای ته ورسوي.
د دوحې د تړون له مخې متحده آيالاتو اصلاً غوښتل چې د ۲۰۲۱ کال تر می پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي په داسې حال کې چې طالبانو ژمنه کړې ده چې افراطي ډلو ته به له افغانستان څخه د عملياتو اجازه نه ورکوي. خو په ورته وخت کې طالبانو پر افغان حکومتي ځواکونو باندې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
AFP/ن ص/ا ا
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
تیل او گاز
قطر په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې زیات «مایع طبیعي گاز» لري او په نړۍ کې دریم هیواد چې د طبیعي گاز ستري زیرمي لري. دغه خلیجي هیواد د تیلو او گازو په برخه کي بډای هیواد دی.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
په نړیوالو شرکتونو کې ونډه
دغه هیواد د آلمان د موټر جوړولو شرکت فولکس واگن کې ۱۷ سلنه او د نیویارک د «امپایر سټیټ بلډنگ» کې لس سلنه ونډه لري. قطر په تیرو څو کلونو کې په بریتانيا کې میلیارده پونډه پانگونه کړې ده چې پکښې د بریتانيا د مشهور پلورنځي «هروډز» رانیول هم شامل دي.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
د دریمگړي نقش
قطر د سوډان له حکومت او دار فور له قبایلو سره د څو لسیزو شخړې په هواري کې د دریمگړي نقش لوبولی وو. همداشان د فلسطین د الفتح او حماس ډلو تر منځ د منځگړتوب او همداشان له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره قطر نقش لرلی دی.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
الجزیره شبکه
د دوحه، حکومت په ۱۹۹۶م کال کې د «الجزیره» په نوم یوه تلویزوني شبکه تأسیس کړه، چې په عربي نړۍ کې د خبرونو پوښښ او د خپرونو شکل ته بدلون ورکړ. اوس الجزیره نه یوازې په عربي، بلکې په ټوله نړۍ کې یو پیژندل شوی نوم دی.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
قطر هوایي شرکت
د قطر دولتي هوایي شرکت «قطر ایر ویز» د نړۍ په ښو هوایي شرکتونو کې حسابیږي. دغه شرکت ۱۹۲ الوتکې لري او د نړۍ په ۱۵۱ ښارونو کې فعالیت کوي.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
د فټبال نړیوال جام
په ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په قطر کې تر سره کیږي. قطر د عربي نړۍ لومړنی هیواد دی چې د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب کوي. دغه هیواد د فوټبال د سیالیو له پاره پر زیر بناوو باندې په میلیاردونو یورو پانگونه کوي.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
د قطر نفوس
د قطر ټول نفوس ۲،۴ میلیونه دی چې د هغوی زیاتره یې په ۱۸مه میلادي پیړۍ کې د گاونډیو سیمو څخه دغه ځای ته ورغلي دي. دغه هیواد چې د طبیعي زیرمو له کبله بډای دی پکښې په کال کې د سړي سر متوسط عاید ۱۲۳ زره یورو دی.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
له بریتانیا سره اړیکي
قطر تر۱۹۷۱م کال پورې د بریتانيا تر حمایې لاندې وو. د بریتانيا د ځانگړې ادارې لاندي ټوله موده ۵۵ کلونو ته رسیږي. خو په ۱۹۷۱م کال کې قطر له دې انکار وکړ چې د متحدو عربي اماراتو یوه برخه دې وگرځي او د یوه خپلواک هیواد په توگه راڅرگند شو.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
شاهي نظام
په قطر کې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې پاچاهي نظام واکمن دی او له همدغې مودې راهیسې د الثاني کورنۍ په واک کې ده. د قطر اوسني امیر شیخ تمیم بن حما الثاني، په ۲۰۱۳م کال کې هغه وخت د قدرت واگي په لاس کې واخیستل چې پلار یې خلیفه الثاني له خپلې واکمنۍ لاس پر سر شو.
-
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
له بېلابېلو عربي هیوادونو سره د اړیکو خرابیدل
د سعودي عربستان په گډون اوو هیوادونو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي دي. په دې سره منځنی ختیځ چې لا تر مخه له کړکیچونو سره لاس او گریوان دی له یوې بلې شخړي سره مخامخ شوی دی. پر قطر باندي د ترهگرو د ملاتړ تور پورې کیږي، چې دغه هیواد یې ردوي.