د ايران پر ضد د نوو بنديزونو طرحي، ترکيه خوابدې کړېده | آلمان او نړۍ | DW | 20.05.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ايران پر ضد د نوو بنديزونو طرحي، ترکيه خوابدې کړېده

داچي د امريکا متحده ايالات او د هغه متحدين دملګرو ملتو د امنيت دشورالخوا د ايران پر ضد نوي بنديزونه وضع کول غواړي ، او دا هم تر هغه وروسته چي تهران تر دې لږ دمخه د ترکيې او برازيل سره

درې ورځي دمخه په خارج کښي د يورانيمو د يوې برخي پر غني کولو باندي روغه جوړه

درې ورځي دمخه په خارج کښي دايران د يورانيمو د يوې برخي پر غني کولو باندي روغه جوړه

په خارج کښي د يورانيمو د يوې برخي پر غني کولو باندي جوړ سره راغلل ، نو دا کار د انقرې د خوابدۍ سبب گرزيدلی دی .

د ترکيې خارجه وزير احميد داوُتوگلو د لويديز لخوا د بې اعتمادۍ څخه خبري وکړې ، اوويې ويل چي د تهران سره تر روغي جوړي وروسته نبايد نور د بنديزونو خبره رامنځته سوې وای . دی اضافه کوي ،

«که اوس بيا هم د بنديزونه څخه خبري کيږي ... نو بيا ولي موږ دونه ډير وخت د يوه سازش په پيداکولو پسي گرزيدلو ؟ موږ د ټولو خواوو څخه غوښتنه کوو ، چي خپل مکلفيتونه پر ځای کي . »

د ترکيې صدراعظم طيب اردووان

د ترکيې صدراعظم طيب اردووان

همدارنگه د ترکيې صدراعظم هم ددغه کار څخه مايوسي ښکاره کړه .

طيب اردووان د ملګرو ملتو د امنيت دشورا دايمي غړي په دوه مخۍ باندي تورن کړل ، اوويي ويل چي که څه هم دوی داسي بيانوي ، چي د بين امللي ټولني دعلاقه مندۍ پر اساس عمل کوي ، خو په حقيقت کښي يوازي خپله علاقه مندي په نظر کښي نيسي . دی اضافه کوي ،

«که دغه هيوادونه چي پخپله اټومي وسلې لري ، او د نورو څخه غواړي چي هغه دي ونلري ، نو بيا پر دوی باندي اعتماد هم کميږي . موږ بايد دا پوښتنه رامنځته کو ، چي آيا موږ د قوي او زورورو هيوادو حقوق ساتو او که حقوقي او قانوني اساسات تقويه کوو . دغه سوال ته بايدموږ جواب ووايو . »

خو ايران بيا د نوو بنديزونو د وضع کولو د تهديدونو په مقابل کي شديد عکس العمل ندی ښوولی ، او هغه يې عادي نيولي دي .

د ايران د اټومي مسايلو د هييت مشر علي اکبر صالحي اعلان وکی ،چي اسلامي جمهوريت به د پخوا په ډول انتظار وباسي ، ځکه چي د په صطلاح جهاني قدرتونه ،چي هغه د امريکا متحده ايالات او متحدين يې دي ، ونسي کولای ، د ملګرو ملتو په دغه نوي پريکړه ليک سره يو څه پلاس وروړي .

د ايران خارجه وزير منوچهر متکي همدارانگه وويل چي د ملګرو ملتو د دامنيت دشورا پريکړه ليک به هيڅ چانس ونلري .

د بلي خوا دا لا معلومه نده چي واشنگټن به د نورو بنديزونو د پريکړه ليک په باب د امنيت په شورا کښي اکثريت پلاس راوړي ، او که څنگه ؟

گمان کيږي چي دايمي غړي به د امريکا دمتحده ايالاتو شاته ودريږي ، او برازيل او ترکيه به يې پر ضد رايي ورکي .

د بنديزونو په نوې مسوده کښي د نورو تر څنگ راغلي دي ، چه په خارج کښي د ايران د سپاه انقلاب پيسې کنگل ، او همدارنگه د حکومتي مليشو د فعالينو په مقابل کي سفري ممانعتونه رامنځته سي .

اولريش/ محمد قاسم نوري

کتونکي : فضلي

DW.COM