1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت په شورا کې د ونزیویلا د شخړې په هکله جنجال

۱۳۹۷ بهمن ۲۱, یکشنبه

امریکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په ونزيویلا کې د قدرت پر سر د مبارزې په هکله یوه طرحه وړاندیز کړې ده. روسیي له دې طرحې سره مخالفت کړی. په ونزيویلا کې یو بل پوځي قوماندان هم له مادورو څخه جلا شوی.

https://p.dw.com/p/3D5AL
USA | UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/dpa/AP/M. Altaffer

د دیپلوماتانو په حواله امریکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ونزيویلا په اړه د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې ده چې له مخې یې باید د سویلي امریکا په دغه بحران ځپلي هیواد کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي او نړیوال مرستندویه سازمانونه د فعالیت اجازه ترلاسه کړي.

امریکا متحده ایالاتو په دې طرحه کې د یوازني منتخب دیموکراتیک بنسټ په توګه د ونزیویلا د پارلمان د بشپړ ملاتړ غوښتنه کړې ده. سربیر پر دې په دې طرحه کې د سوله ایز او بی وسلې مظاهره کونکو پر وړاندې د زور زیاتي په اړه ژوره انديښنه ښودل شوې ده. همدارنګه په دې هیواد کې د آزاد او منصانه ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو له پاره پر یوه سیاسي بهیر ټینګار شوی دی.

د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتیرش څخه غوښتل شوي دي چې له دې بهير څخه دې ملاتړ وکړي. امریکا په خپله طرحه کې په دې هیواد کې د بشري وضعیت د لا زیات خرابیدو څخه خبرارې ورکړی دی.

د دیپلوماتانو د څرګندونو په اساس امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې د دې طرحې په اړه د رای ګیرۍ له پاره وخت نه وړاندیز کړی. په دې اړه خبرې اترې روانې دي.

د دیپلوماتیکو کړیو په حوال ویل شوي دي چې روسیي له دې طرحې سره مخالفت کړی او اعلان یې کړي دی چې دغه طرحه به ویټو کړي او د امنیت شورا ته به یوه بديله طرحه وړاندیز کړي چې په هغه کې به د ونزیويلا په داخلي چارو کې پر لاسوهنې نيوکه وشي.

په همدې منځ کې یوه لوړپوړې پوځي افسر هم له نیکولاس مادورو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. روبن پاس جیمنیز چې قوماندان او نظامي داکتر دی د یوه ویډیویي پيغام له لارې ويلي دي چې هغه د پارلمان مشر خوان ګوایدو د خپل هیواد د مؤقت ولسمشر په توګه په رسمیت پيژني.

هغه ویلي دي چې د نظامي ځواکونو ۹۰ سلنه ناراضه دي او له سرتیرو څخه استفاده کیږي چې د مادورو حکومت په واک کې پاتې شي.

د اپوزیسیون مشر او د پارلمان رئیس خوان ګوایدو د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې اردو باید تصميم ونيسي چې د اساسي قانون ترڅنګ پاتې کیږي او که د داسې یوه دیکتاتور ملاتړ کوي چې په مخ پر ډیریدونکي ډول منزوي کیږي.

سربیره پر دې ګوایدو غوښتنه کړې ده چې ونزيویلا ته د امریکایي مرستو راتګ ته دې اجازه ورکړل شي. د څو ورځو راهیسې پر خوراکي توکو او درملو بارې لارۍ د کولمبیا او ونزيلا په سرحد کې بند پاتې دي.

په ونزیویلا کې د اونیو راهیسې د ولسمشر نیکولاس مادورو او پارلمان د رئیس خوان ګوایدو ترمنځ د قدرت پر سر کشمکش روان دی. خوان ګوایدو د جنورۍ په میاشت کې ځان د دغه هیواد مؤقت ولسمشر اعلان کړ.

په همدې منځ د امریکا متحده ایالاتو، آلمان یو شمیر اروپایې او د لاتین امریکایي هیوادونو په ګډون شاوخوا ۴۰ هیوادونو له ګوایدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ونزیویلا اوسمهال په یو ډير خراب اقتصادي او سیاسي وضعیت کې قرار لري. دغه هیواد د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت څخه رنځ وړي. مادورو له امریکا څخه د مرستو ورتګ سره مخالفت کوي، ځکه د متحده ایالاتو له نظامي مداخلې څخه ویره لري.