د امنيت شورا ونسوای کولای ، د غزې د تراډي د حالت په باب يوه ګډه اعلاميه صادره کي . | آلمان او نړۍ | DW | 30.01.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د امنيت شورا ونسوای کولای ، د غزې د تراډي د حالت په باب يوه ګډه اعلاميه صادره کي .

د فلسطين جمهوررييس محمود عباس او د حماس د اسلامی غورځنګ استازي د سياسی خبرو دپاره مصر ته تللي دي ...

فلسطينيان د مصر څخه بيرته ځي

فلسطينيان د مصر څخه بيرته ځي

ددوی تر منځ د خبرو اصلي موضوع به داوي، چي څنګه د مصر سره د سرحد امنيت د فلسطينيانو لخوا ونيول سي.

وسله وال حماس د غزې د تراډي کنترول په لاس کی لري . څو ورځي مخکي فلسطينيانو د يوه سرحد ځني تآسيسات ونړول ، او وروسته ترهغه په زرهاووفلسطينيان مصر ته ولاړل ،څو هلته تيل ، خوراکي مواد او نور ضروري شيان رانيسي . مصر اوس دغه تآسيسات بيرته جوړوي ، او تګ راتګ يي محدودو کړی دی .

دبلي خوا د ملګرو ملتو د امنيت د شورا 15غړو ونسوای کولای ، چي تر اوسه پوري د غزې د تراډي د حالت په باب يوه ګډه اعلاميه صادره کي .

اړوند مطالب