د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران د جون میاشتې په ۱۲مه نیټه سره ویني | آلمان او نړۍ | DW | 10.05.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران د جون میاشتې په ۱۲مه نیټه سره ویني

دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جون میاشتې پر ۱۲مه نیټه به له کیم جونګ اون سره په سنګاپور کې وویني. ترمپ ویلي چې دواړه به دغه ناسته د نړۍ د سولې له پاره په یوې ځانګړې شیبې بدله کړي.

د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا مشران په راتلونکې میاشت کې په سنګاپور کې سره ویني. دغه خبره دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ د خپل تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې اعلان کړه. دغه تاریخي لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو وختونو کې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د اړیکو د ښه کیدو هیلي پیدا شوي دي. شمالي کوریا ژمنه کړې ده چې له خپلو اتومي وسلو به لاس واخلي.

ترمپ پر خپل تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «موږ دواړه به دا [ناسته] د نړۍ د سولې له پاره په یوې ډیرې ځانګړې شیبې بدله کړو.»

له دې سره به نو دا لومړی ځل وي چې د امریکا متحده ایالاتو یو بر حاله ولسمشر د شمالي کوریا له یوه ولسمشر سره لیدنه کوي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، دوه وارې شمالي کوریا ته سفر کړی وو چې د ناستې له پاره چمتوالی ونیسي.

د ترمپ له خوا د ناستې د نیټې تر اعلان یوه ورځ مخکې، شمالي کوریا درې امریکایي زندانیان آزاد کړل. ترمپ د دې اقدام هرکلی کړی وو. ترمپ د دغو زندانیانو د آزادیدو پر مهال وویل: «زه فکر کوم چې موږ د یوه ډیر معنی لرونکي کار د ترسره کولو له پاره ښه چانس لرو.»

تر دې مخکې د شمالي کوریا ولسمشر د سویلي کوریا له ولسمشر سره هم لیدلي وو.

اعلان