د القاعدي یوه غړي د بریدونو په پلانولو اقرار کړی دئ | دويچه ويله پښتو | DW | 11.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د القاعدي یوه غړي د بریدونو په پلانولو اقرار کړی دئ

د یوې امریکایي محکمې پر وړاندې د القاعده د شبکې یوه ملاتړ کوونکي پر دې خبره اقرار کړی دئ چې د امریکا پر کانګرس او پنتاګون باندې ئې له لیرې څخه د چاودیدونکو موادو بریدونه پلان کړي ول.

په واشنګتن کې د عدلیې وزارت په خبره دغه ۲۶ کلن امریکایي الاصله مسلمان دا خبره منلې ده چې ترهګرو ته ئې د بمونو د جوړلو له پاره مواد استولي ول. دی به نو اوس د ۱۷ کلونو په قید محکوم شي.