د البشير په کور کې کابو ۷ میلیونه یورو موندل شوي | آلمان او نړۍ | DW | 22.04.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

د البشير په کور کې کابو ۷ میلیونه یورو موندل شوي

تحقیق کوونکو د سوډان د پخواني ولسمشر عمر البشیر په کور کې ۶،۷ میلیونه یورو، ۳۵۰ زره ډالر او ۵ میلیونه سوډاني پونډ موندلي دي. د البشیر په مشرۍ د پخوانۍ حلقې د نورو غړو د کورونو د پلټنو خبره هم شوې ده.

د آلمان خبري آژانس د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د څارنوالۍ د یوه جګپوړي چارواکي له قوله لیکلي دي چې اوس له دې کبله د اختلاس او پيسو سپينولو په شک نور تحقیقات کیږي. د دغه چارواکي په خبره د البیشر په مشرۍ د پخوانۍ حلقې د نورو غړو کورونه هم پلټل کیږي.

د پوځي حکومت مشر عبدالفتاح برهان، هم د یکشنبې په ورځ له دولتي تلویزون سره په یوه مرکه کې د دغو پیسو موندل تائید کړي ول.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې تحیقیق کوونکو د عمر البشیر د کور د پلټولو پر مهال ۶،۷ میلیونه یورو، ۳۵۰ زره امریکایي ډالر او پنځه میلیونه سوډاني پونډ (شا او خوا ۹۰۰۰۰ یورو) موندلي دي.

د څارنوالۍ یوه کار کوونکي ویلي دي چې دغه پلټنې د پوځي مشرتابه د هلو ځلو یوه برخه ده چې د البشیر فاسد سیستم وچ کړي. په تیرو ورځو کې د ان سي پي په نوم د پخواني واکمن ګوند ډیر شمیر سیاستوال نیول شوي دي.

په سوډان کې تر پرله پسې احتجاجونو وروسته د اپریل میاشتې پر یوولسمه نیټه د دغه هیواد پوځ کابو له درو لسیزو وروسته البشیر له واکه ګوښه کړ او ویي نیو. له هغې راهیسې واک د پوځي شورا په لاس کې دی. خو په دغه هیواد کې لا هم احتجاجونه ادامه لري. احتجاج کوونکو له څو ورځې راهیسې په پلازمېنه کې د پوځ عمومي مقر مخې بنده کړې او د یوه ملکي حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوي.

(sr/nz (dpa

اعلان