د افغانستان کانونه؛ هغه ملي شتمني چې لوټیږي | افغانستان | DW | 08.01.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

د افغانستان کانونه؛ هغه ملي شتمني چې لوټیږي

په بدخشان کې د سرو زرو د یوه کان د ښویدو له کبله، شاوخوا ۲۹ کسان تر خارو لاندي شوي او یو شمیر نور پکې ټپیان دي. ډير کانونه د مخالفینو، اوسیدونکو او جرمي کړیو له لوري استخراجیږي چې ارزښت یې تر ۱۰۰ ميلیونو ډالرو اوړي.

په وچه کې پروت افغانستان که څه هم د کانونو له پلوه بډای هیواد دی، خو بیا يې هم کابو نیمايي نفوس په وږي نس شپې سبا کوي. د افغانستان کانونه هغه ملي شتمني ده چې تر اوسه پورې یا زور واکان، مافیايي کړۍ، د حکومت مخالفین او یا هم عام وګړي ترې په ناقانونه توګه ګټه اخلي.

په افغانستان کې ناقانونه کان کیندنې او په غیر مسلکي توګه د کانونو استخراج نه یوازې د کانونو د خرابوالي او ضایعاتو سبب ګرځي بلکې په یو شمیر مواردو کې دغه راز هڅې د کاریګرو د ژوند په بیه تمامیږي. په دې برخه کې په بدخشان ولایت کې د سرو زرو کان د ښویدو پیښه یوه ښه بیلګه شمیرل کیدلی شي. د بدخشان د چارواکو د معلوماتو له مخې په دې پیښه کې ۲۹ کان کیندونکي ووژل شول او څو تنه نور بیا ټپیان دي. 

پر دې سربیره، د افغانستان د کانونو د استخراج پر وړاندي امنیت او د ځینو کانونو په سیمو کې د مخالفینو حضور د دې لامل شوی چې ځيني کانونه په ناقانونه توګه استخراج شي او د افغانستان د خلکو له دغې شتمنۍ څخه یو محدود شمیر خلک ګټه واخلي.

ملي شتمني او ناقانونه ویش

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري که څه هم په دې ولایت کې په پراخه کچه د مخالفینو او جرمي کړیو له لوري د کان کیندنې پیښې ردوي، خو وايي چې د سیمې اوسیدونکي د ریګو د مینځلو له لارې د ورځې یو مقدار پیسې ترلاسه کوي.

نظري دویچه ویله ته وویل: «دا د سرو زرو کوم تثبیت شوی کان نه وو، بلکې یوازې یو سیند وو او د بدخشان د ځینو ولسوالیو خلک په ژمي کې چې نور کارونه نه وي، په ځینو سیمو کې ریګ راباسي او هغه په هغمه سنتي بدخشي لارو مینځي او له دې لارې سره زر ترلاسه کوي». نظري دویچه ویله ته وویل چې د سیمې یو شمیر اوسیدونکي له دې لارې په ورځني ډول تر۳۰۰ افغانیو ترلاسه کوي او خپلې ورځنۍ چارې پرې پرمخ بیايي. 

بل لوري ته د افغانستان د شفافیت د څار سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې بدخشان او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې پکې مخالفين او جرمي کړۍ په پراخه کچه د کانونو په استخراج لاس پوري کوي او له دې لارې ډیري پیسې ترلاسه کوي. د شفافیت د څار سازمان د اړیکو او حق غوښتنې د برخې مسئول ښاغلي ناصر تیموري دویچه ویله ته وویل چې د حکومت له واکه وتلو سیمو کې ځايي زور واکان، د لوړ پوړو حکومتي چارواکو له ملاتړ برخمن کسان او د حکومت مخالفین د کانونو په استخراج کې تر ډیره پورې ښکیل دي.

د شفافیت د څار سازمان غړي تیموري دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې د کانونو د استخراج له لارې د افغانستان حکومت په کلني ډول شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي. نوموړي زیاته کړه چې له دې څخه ډیره ګټه بیا ناقانونه استخراجونکي ترلاسه کوي. تیموري د کانونو د ناقانونه استخراج له لارې د عاید په هکله وویل: «یو محتاطانه اټکل موجود دی او په ټول افغانستان کې ښايي دغه مقدار څو سوه ميلیونو ډالرو ته ورسیږي، خو د محدود شمیر هغو ولایتونو له ډلې څخه چې پکې کانونه په ناقانونه توګه استخراجیږي هغه بدخشان او ننګرهار ولایتونه دي چې په دې ولایتونو کې د سرو زرو، تالک، مرمر او قیمتي ډبرو د استخراج له لاري د محتاطانه اټکل له مخې تر۱۰۰ میلیونو زيات ډالر ترلاسه کیږي.»

د افغانستان ملي شتمني او د استخراج په مخ کې پراته خنډونه

د افغانستان د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې دغه هيواد په سیمه کې د نادرو منرالونو او طبیعي زیرمو پراخې سرچیني لري او که چیرته په قانوني، مسلکي او سمه توګه استخراج شي، اغیز به یې د هر وګړي په ژوند کې په زغرده څرګند شي. افغانستان د سرو او سپینو زرو، پلاتینیم، اوسپني، یورانیم، المونیم، سکرو، ټالک، مرمرو، قیمتي ډبرو، طبیعي ګاز او مسو کانونه لري. تر اوسه پورې د افغانستان د طبيعي زیرمو د ارزښت په هکله بیلابیل اټکلونه شوي دي خو د امریکا متحده ایالاتو د یوې وروستۍ سروې له مخې د افغانستان د طبیعي زیرمو ارزښت تر یو تریلیون ډالرو هم ډیر دی.

Infografik Karte Afghanistan's mineral wealth

خو پر دې سربیره هم افغانستان تر اوسه پورې د کانونو د استخراج په برخه کې کوم واضح ستر ګام نه دی اخيستی او د ځينو کانونو گټه د حکومت مخالفې وسله والې ډلې، جرمي کړۍ او ځايي اوسیدونکي په ناقانونه توګه ګټه اخلي.

خو د دې له پاره چې افغانستان وکولای شي خپلې معدني زیرمي استخراج کړي، نو بنسټیزو امکاناتو، لکه واټونو او اورګاډو ته اړتیا لري. پر دې سربیره په دې هیواد کې موجود اداري فساد، بیروکراسي او مخ پر ډیریدونکي ناامني د دې لامل شوي دي چې د کابل هغه هڅي چې غواړي د افغانستان کانونو وکیندي، له ستونزو سره مخامخ شي.

افغان حکومت د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پاملرني له پاره د کانونو موضوع مطرح کړه. په واشنګټن کې د افغانستان د هغه مهال سفیر حمیدالله محب په دې هکله ویلي ول چې ولسمشر ترمپ د افغانستان له اقتصادي ظرفیت سره لیوالتیا لري.

د افغانستان د کانونو سکتور د ودې له پاره افغان حکومت په ځينو اقداماتو هم لاس پورې کړی دی چې له دې جملې څخه د کانونو په هکله په قانون کې تعدیل او اصلاحات له عمده اقداماتو څخه شمیرل کیږي. پر دې سربیره په دې وروستیو کې د کانونو له لارې د حکومتي بودیجي د تمویل په موخه په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د یوه ستر کان قرار داد هم په امریکا متحده ایالاتو کې د حکومت د یوه پخواني وزیر له شرکت سره لاسلیک شو چې پر دې اقدام باندي هم په هيواد کي نيوکي وشوې.

د افغانستان د کانونو د ناقانونه استخراج په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم اندیښنه څرګنده کړې ده. څو کاله وړاندې امنیت شورا په خپل یوه رپوټ کې ویلي ول چې طالبان او نوري یاغلي ډلې په افغانستان کې د نشي موادو، د ناقانونه مالیو او همدا راز د نایابه قیمتي ډبرو او کانونو له لاري میلیونونه ډالر ترلاسه کوي او له دې لاري په افغانستان کې خپله جګړه توده ساتي.

اعلان