موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
د افغانستان ځيني سیاسي ګوندونه وایې چې له درغلیو ډکې ټاکنې ورته د منلو نه دي. هغوی ويلي دي چې سر له اوسه یې په ټاکنو کې د درغلیو نښې لیدلي چې په خبره یې ځينو زورواکانو د پيژندپاڼو د ویش مرکزونه خپلو کورونو ته انتقال کړي دي.
استول Facebook Twitter google+ Whatsapp Tumblr Digg stumble reddit Newsvine
لنډ لینک https://p.dw.com/p/2ySVp
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو د دویم ځل له پاره د ولسمشریزو ټاکنو نیټه وځنډوله. اوس به نو ولسمشریزې ټاکنې د جولای پر ځای په سپتمبر میاشت کې ترسره شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د راتلونکي میلادي کال په اپریل میاشت کې د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره ټاکني څو میاشتي ځنډول کیږي. د ټاکنو د ځنډیدو دلیل د پارلماني ټاکنو پرمهال د ستونزو حل په ګوته شوی دی.
چارواکي په میدان وردګ او پکتیکا ولایتونو کې د ټاکنو په اړه خلکو ته پوره ډاډ ورکوي چې ټاکني به پر خپل وخت او امنه فضا کې ترسره شي. خو خلک د ځینو سیمو په هکله اندیښمن دي.
د افغانستان په راروانو پارلماني ټاکنو کې د احتمالي درغلیو په اړه اندیښنې موجودې دي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ټینګار کوي چې درغلۍ باید دومره محدودې وي چې د افغانستان خلک د ټاکنو پایلې ومنلی شي.