د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شوې | افغانستان | DW | 26.12.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د راتلونکي میلادي کال په اپریل میاشت کې د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره ټاکني څو میاشتي ځنډول کیږي. د ټاکنو د ځنډیدو دلیل د پارلماني ټاکنو پرمهال د ستونزو حل په ګوته شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتي ۲۶ نیټه) د راتلونکي کال د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو خبر ورکړ. د ټاکنو کمیسیون ویلي چې دغه ټاکنې به د څو میاشتو له پاره وځنډول شي څو د پارلماني ټاکنو پرمهال را برسیره شوو تخنیکي ستونزو ته د حل لارې وموندل شي.

د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال عبد العزیز ابراهیمي وویل چې د درغلو د مخنیوي په موخه د بیومیتریک سیستم په برخه کې کارمندانو د روزني له پاره ډیر وخت ته اړتیا ده. نوموړی وايي چې د رايه ورکوونکو د نوملړ په برخه کې هم ډیر وخت ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي ستونزو په برخه کې پر تیرو پارلماني ټاکنو سختي نيوکي شوي دي. د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال د بیومیتریک په برخه کې روزل شوي کارمندان کار ته حاضر نه شول او په ځینو مواردو کې د رایه ورکوونکو نومونه د دې کمیسیون په ليست کې نه ول.

په داسې حال کې چې له پارلماني ټاکنو څو میاشتې تیریږي، خو تر اوسه پوري هم د دې ټاکنو پایلې د ګڼ شمیر ستونزو له کبله نه دي اعلان شوي. په ځينو پیښو کې د درغلیو د مخنیوي په موخه د ځینو ولایتونو رایې له سره شمیرل شوي دي.

اړوند مطالب

اعلان