د افغانستان دار الافتا‌ د نورو هیوادونو په څیر خپلواکه کیدلی نه شي | افغانستان | DW | 18.07.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

د افغانستان دار الافتا‌ د نورو هیوادونو په څیر خپلواکه کیدلی نه شي

د افغانستان حکومت د یوې دار الافتا د جوړولو امر تصویب کړی دی او د یاد مرکز پر خپلواکۍ یې ټینګار کړی دی. د حکومت منتقدین بیا دغه اقدام ته د شک په سترګه ګوري او وايي دغه اقدام لومړی سیاسي بیا شرعي دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دار الافتأ د جوړولو یو فرمان صادر کړی دی. د ارګ له لوري په خپاره شوي دغه فرمان کې د شرعي فتواګانو د صادرولو په موخه د دار الافتأ پر خپواکۍ باندې ټینګار شوی دی چې له تشکيلي او بودیجوي پلوه به خپلواکه وي.

داسې ښکاري چې افغان حکومت په دې توګه غواړي، په شرعي او داخلي مسائیلو کې د فتواګانو د صادرولو له پلوه ځان خپلواک کړي.

په کابل کې د سلام په نامه د خصوصي پوهنتون مشر ډاکټر مصباح الله عبدالباقي بیا د حکومت دغه اقدام ته د شک په سترګه ګوري او په اوسني شرایطو کې د دارالافتأ جوړیدل یو سیاسي اقدام ګڼي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «طالبان تصور کوي چې دوی د ټولنې له پاره دیني مرجیعت مهیا کوي نو د افغانستان حکومت ښايي په خپل دغه اقدام سره د طالبانو د دیني مرجعیت د چلنج کولو له پاره او یا د یوه بدیل مرجعیت د وړاندې کولو له پاره یوه هڅه وي.»

د سلام پوهنتون مشر وايي چې دیني مرجعیت د ټولنې په متن کې د دیني علماوو د ژوند کولو له لارې رامنځ ته کیږي او دا د ټولنې له لوري په طبيعي شکل رامنځ ته کیږي او دا چې د حکومت د پریکړو په نتیجه کې نه رامنځ ته کیږي.

ډاکټر مصباح الله عبدالباقي وايي چې هره اسلامي ټولنه دار الافتا ته اړتیا لري خو زیاتوي چې په داسې حال کې چې د اوسني حکومت د قانوني دورې یوازې څو میاشتې پاتې دي او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې هم روانې دي، نو د حکومت دغه اقدام لومړی سیاسي دی او بیا دیني اړخ لري.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا د یاد مرکز پر بې پري والي او غیرسیاسي کیدو ټینګار کوي او وايي چې په تیرو وختونو کې به ځینو کړیو او افرادو د خپلو ګټو په اساس فتواوي صادرولې. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «موږ شاهد وو چې ځینې داسې کسان موجود ول چې پر خپلسر به یې فتواوې صادرولې، باید د دوی مخه ونیول شي.»

د افغانستان د علماوو شورا بې مشورې د دار الافتأ تأسیس

د افغانستان د عالماوو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف بیا پر حکومت انتقاد کوي او وايي چې له دوی سره په دې هکله کومه مشوره نه ده شوې. مولوي کشاف دویچه ویله ته یې وویل: «دار الافتأ زموږ له لوري نه ده...له موږ [دیني عالماوو] سره چا مشوره هم نه ده کړې. پرې خبر هم نه یم چې شرایط یې څه شي دي او اصول یې څه دي. هغه خو یې مستقل نهاد اعلان کړ.»

په عین حال کې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا د یادې دار الافتأ پر خپلواکۍ ټینګار کوي او زیاتوي چې په دې برخه کې له دیني علماوو او د دینې علماوو له سراسري شورا مشورې اخیستل شوي چې دغه نهاد په خپل ذات کې مستقل او خپلواک دی. نوموړي دویچه ویله ته وویل چې د دار الافتأ په جوړولو سره به د دیني علماوو نقش کزوری نه شي او دا چې ځيني دیني عالمان به د دې دار الافتا د شورا غړیتوب ولري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې داسې اندیښنې هم موجودي دي چې ښايي له دغه راز یوه مذهبي او دیني مرکز څخه چې د فتواوو د صادرولو واک ولري، تندلاري ناوړه ګټه پورته کړي او په اصطلاح د افغانانو یو شمیر آزادۍ به تکفیر او یا هم محدودې کړي.

افغانستان په تیرو ۱۸ کلونو کې د رسنیو او د ښځو د آزادیو په برخه کې ځینې پرمختګونه لرلي دي چې حکومت یې تل په نړیواله کچه په خپلو لاسته راوړنو کې شماري.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا د دغو باورونو برعکس وايي چې یاد مرکز به د داسې دیني علماوو له لوري اداره کیږي چې نظام ته ژمن دي او د افغانستان له اوسني وضعیت څخه بشپړ معلومات لري.

د پوهنتون استاد او دیني عالم یار محمد رحیمي بیا په دې نظر دی چې یاد مرکز کولی شي د افراطیت او ظلم پر وړاندي اغیزمن ثابت شي. نوموړي دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «زه باور نه لرم چې په راتلونکې به دغه مرکز د افراطي کسانو تر اغیز لاندي راشي او دا چې دوی به په خپله ګټه فتواوې صادرې کړي.»

دا چې د دار الافتا فتواوې د افغانانو پر ژوند څومره اغیز کولی شي، د سلام پوهنتون مشر ډاکټر مصباح الله وايي چې دارالافتا په هره برخه کې د شریعت او دین په رڼا کې حل لارې لټوي او دا چې دغه اداره اجرایوي صلاحیت نه لري. نوموړی زیاتوي چې د فتواوو عملي کول بیا د عدلي او مقننه قوې کار او دنده ده.

خ. حکیمي، ش. ابراهیم خیل

اعلان