1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان جگړه

د افغانستان جگړه په ۲۰۰۱م کال کې هغه وخت پېل شوه چې امريکا متحده ايالاتو او متحدينو یې د طالبانو رژيم ړنگولو له پاره په افغانستان کې نظامي مداخله وکړه. دا نظامي مداخله د طالبانو له خوا د خونړۍ او اوږدې جگړې سره مخ شوه.

د القاعدې شبکې له خوا د امريکا متحده ایالاتو د نړۍ د سوداگرۍ پر غبرگونو ودانيو او پتناگون د سپتمبر د يولسمې نیټې تر بريدونو او د طالبانو له خوا د القاعدې شبکې د مشرانو د سپارلو څخه تر سرغړونې وروسته، امريکا متحده ایالاتو او نړيوالو متحدينو یې د طالبانو د حکومت پر ضد نظامي حمله وکړه او هغه یې رانسکور کړ. تر دې وروسته کالونو کې طالبانو يو ځل بيا خپل ځواک راټول کړ او خونړۍ او له تلفاتو سره مل جگړه یې پېل کړه. ځانمرگي بريدونه او له وړاندې ځای پر ځای شوي چاوديدونکي توکي د طالبانو د دې جگړې اصلي تاکتيکونه دي.