1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان یوه نظامي الوتکه له پرتګال څخه ټپیان انتقالوي

۱۳۹۸ فروردین ۳۱, شنبه

د آلمان د هوایي ځواکونو یوه ایربس ډوله الوتکه د پرتګال هیواد په مدیرا ټاپو کې د سیلانیانو بس د چپه کیدو پيښې ټپیان خپل هیواد ته انتقالوي. په دې پيښه کې ۱۴ آلمانان ټپیان شوي او یو شمیر وژل شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3H8LD
Airbus A310 Medevac der Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلماني پوځ یوه مرستندویه الوتکه د پرتګال هیواد په مدیرا ټاپو کې د سيلانيانو بس د چپه کیدو پيښې خپل هیواد ته د ټپیانو د بیرته انتقالولو له پاره د آلمان له کولن ښار څخه د دې ټاپو مرکز فونچال پر لور روانه شوې ده. د آلمان د پوځ په وینا دغه الوتکه د ټپیانو د لیږد پر وسایلو سمباله ده.

د چهارشنبې په ورځ (د اپریل ۱۷) د پرتګال هیواد په تفریحي ټاپو مدیرا کې د سیلانیانو د بس اوښتو په پيښه کې د ۱۴ آلمانانو په ګډون ۱۶ تنه ټپیان شوي وو. پرتګالي چارواکو اعلان کړی دی چې په دې پيښه کې ۲۹ تنه آلماني سیلانیان وژل شوي دي. خو آلمان تر اوسه پورې د قربانیانو دقیق شمیر نه دی اعلان کړی. آلماني چارواکو ویلي دي چې دقیق ارقام به د مړو د هویت تر تشخيص کیدو وروسته اعلان کړي.

د دې بس چلونکي د دوو سړکونو د يو ځای کېدو په نقطه کې کنترول له لاسه ورکړ چې په نتيجه کې يې د ۵۰ سپرو کسانو له ډلې څخه ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

له آلمان څخه روانه شوې د A۳۱۰ ډوله الوتکه پر ځانګړو طبي وسایلو سمباله او له اوږده واټن څخه د شدیدو ټپیانو د انتقالولو وړتیا لري. په دې الوتکه کې شپږ ځایونه د بیړنیو ناروغانو له پاره او سربېره پر دې ۳۸ نور چپرګټونه هم موجود دي.

دويچه ويله فارسي/ش. ن./ن. ص.