د آلمان په محبسونو کي ولي افراطيت وده کوي؟ | آلمان او نړۍ | DW | 12.08.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

د آلمان په محبسونو کي ولي افراطيت وده کوي؟

د پاريس، بروکسل او برلين بريد کوونکي ټوله په محبسونو کي افراطي سوي ول. په دې خاطر اوس په جرمني کي سياست او قضأ داسي لاري لټوي، چي بنديان افراطي نه سي. د آلمان د يوه ايالت هر څلورم بندي مسلمان دی.

د جرمني د نوردراين ويستفالن ايالت چي د نفوسو له لحاظه د دغه هيواد تر ټولو لوی ايالت دی، په هم هغه اندازه يې محبوسونه هم ډير او مسلمانان هم پکښي ډير بنديان دي. د دويچه ويله يو خبريال ددغه ايالت د بوخوم ښار محبس ته ورغلی او له يوه پنځوس کلن ترکي الاصله الماني سره يې کتلي، چي ځان په مستعار نامه، باتوهان بولي.

باتوهان چي خپله گناه مني او يو متواضع سړی دی، څلور کلن وو چي د خپلي کورنۍ سره جرمني ته راغلی دی. هغه د ۲۰۱۴م کال له مارچ مياشت راهيسي د درواغو او فريب په تور محکوم او بندي دی. هغه وايي چي د موټرو او املاکو کار وبار يې کاوه. خو نور نه غواړي د خپل ځان په باب تشريحات ورکړي. باتوهان د نوردراين ويستفالن ايالت د تقريباً۱۶۰۰۰ بنديانو له جملې څخه يو دی.

په نوردراين ويستفالن ايالت کي هر څلورم بندي مسلمان دی

د دغه ايالت د عدليې وزارت په حواله، هغه مسلمانان چي د خطرناکو کسانو په حيث درجه بندي سوي دي، پر مختلفو محبسونو باندي تقسيم سوي دي، تر څو په ښه ډول وڅارل او ټوله افراطيان سره يو ځاي نه سي. د بوخوم محبس هم له هغې جملې څخه دی، خو د دويچه ويله خبريال له هغوی سره د ليدلو او خبري کولو اجازه نه لري. يوازي له ارامو او غير افراطي مسلمانانو، لکه باتوهان سره د ليدو اجازه ورکول کيږي.

باتوهان واي چي مليت او مذهب د ډيرو بنديانو له پاره په محبسونو کي مهم رول لري. په خبره يې دی پخپله هم هلته بې له خدايه بل څه نه لري او يو کوچنی گروپ د بنديانو.

خطر معلوم دی، خو چاره يې نه ده سوې

د محبسونو مسئولين اوس دې ته تيارئ نيسي چي په الماني محبسونو کي به د اسلامي افراطيانو تعداد به مخ پر ډيريدو سي. په کارلروهه کي د جرمني لويي څارنوالۍ يوازي تير عيسوي کال د شکمنو اسلامي افراطيانو پر ضد ۸۵۵ پروسې پر لاري اچولي دي.

پر دې سربيره د داعش تر ماتي وروسته د سوريې په کوردي سيمو کي د WDR ټلويزوني چينل په حواله ۱۲۰ الماني مجاهدين بنديان دي. ډير نور د عراق په محبسونو کي هم بنديان دي. او که هغوی جرمني ته راسي، نو به محاکمه او ډيرئ به يې بيرته بنديان سي. د افراطيت د څيړونکي، ميشاييل کيفر په نظر دا نو بيا يو ډير خطرناکه حالت دی. دي وايي: «که د داعش هوښيار رهبران بيرته راسي، کوم چي تر اوسه هم د اسلامي دولت د جوړيدو پر ايډيالوژي باندي ټينگ ولاړ دي، بيا به نو هغوی په محبسونو کي هم د خپلو تبليغاتو څخه لاس وانه خلي.»

د مجرمينو په توگه بندي کيدل او د افراطيانو په توگه ازاديدل

په اروپا کي د ترهگرو بريدونو لويه برخه د هغو کسانو ده چي په محبسونو کي افراطي سوي دي: لکه د پاريس، بروکسل او يا برلين بريد کوونکي.

په لندن کي د افراطيت په برخه کي تحقياتي مرکز څېړني ښيي چي د تقريبآ ۵۰۰۰ هغو جهاديانو تر نيمايي هم اضافه چي له غربي اروپا څخه دداعش جنگي ساحو ته تللي دي، جرمي سابقه لري. د هغوی اکثريت د جنايي بانډونو غړي وه، د مخدره موادو په خرڅلاو کي يې لاس درلود او يا غله وه.

ځکه نو د المان په محبسونو کي دې ته پام کيږي چي افراطيان تبليغات ونه کړي او له نورو بنديانو څخه جلأ ساتل کيږي. خو دوی ۲۴ ساعته هم نه سي څارل کيدلای او داچي نور کسان دي افراطي کړي، د باتوهان په نظر یې ډير امکان موجود دی. دا کار په محبسونو کي اسانه هم دی.

د افراطيانو له پاره اسانه گوله

ترکي الاصله المانئ حقوقو پوه، نومان ايزور په دې باور دی چي محبسونه د اسلامي افراطيانو له پاره اسانه گوله او ښه تبليغاتي ځای دی. هغه له اوو کلونو راهيسي د کولن ښار د«۱۸ درجې تغير» په نامه يوه پروژه کي کار کوي چي د مرکزي دولت له خوا تمويليږي.

نومان ايزور له ۲۰۱۵م کال راهيسي په منظم ډول سره د نوردراين ويستفالن ايالت له محبسونو څخه ليدنه کوي او په څلورو کي يې له مسلمانو بنديانو سره هم گوري. د ده د کار په ساحه کي دا شامل دي چي بنديان يو له بل سره ښه گوزاره وکړي، څو د خپل ځان په اړه فکر وکړي او له خپل عقل څخه کار واخلي. 

ايزور وايي چي «بنديان په يوه داسي محيط کي ژوند کوي چي ډير احساساتي دی. هغه د اسلامي افراطيانو له پاره يوه اسانه گوله ده.» په خبره يې افراطيان بنديانو ته تشريح کوي چي اصلأ سيسټم د دوی ددغه حالت مسئول دی. هغوی کله کله جنايتونو او جرمونو ته مذهبي او قانوني جنبه ورکوي. د اسلامي افراطيت د مفکورې پراساس غربيان د مسلمانانو پرضد جنگونه کوي او قران په جنگ کي  هر شي ته اجازه ورکړې ده، چي غنيمت واخيستل سي.

د دغو دلايلو پراساس نو بيا د غلا، چور او چپاول او يا مخدره موادو د خرڅلاو له لاري په لاس راغلي عايداتو ته د جنگي غرامت او حقانيت په سترگه کتل کيږي. په دغو دلايلو سره هغوی په محبسونو کي نور بنديان په ډيري اسانۍ سره افراطي کوي.

سياست او قضأ څنگه کولای سي ددې مخنيوی وکړي؟

دغه مشکل ته چارواکي هم متوجه سوي دي: د نوردراين ويستفالن ايالت په طبي اصطلاح تر ټولو دمخه وقايې ته ترجيح ورکوي. په دې منځ کي ددغه ايالت محبسونو ته د ادغام د برخي يو استازی هم تعين سوی، څو هغه بنديان چي خارجي ريښه لري، خپله يوه مشورتي اداره ولري.

سربيره پردې محبسونه د اسلامي عالمانو لکه مصطفی دوي موس او محميت سره گډ کار کوي. دواړه له ۲۰۱۶م کال راهيسي د عدليې وزارت په نمايندگۍ د محبسونو تقريبأ۳۰۰۰ کار کوونکو ته له مسلمانو سره د چلن په باب کوروسونه داير کړي دي. هغوی بايد دا زده کړي چي د ضرورت پر وخت له هغو بنديانو سره کومک وکولای سي چي له خراب رواني حالت سره مخامخ کيږي او په دې سره وختي لا د هغوی د افراطي کيدو علايم وپيژني.

خو نه يوازي له خطر سره مخامخ کيدونکو بنديانو، بلکي افراطي بنديانو ته هم وخت ورکول سي او سوالونو ته يې د امکان تر حده پوري جوابونه وويل سي. ځکه چي دوی به هم يو وخت له محبسونو څخه خلاصيږي او ټولني ته به ورننوزي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(08.09.2014 )

DW.COM

اعلان